وَالنَّجْمِ إِذَا هَوَىٰ (1) قسم دى په ستوریو كله چې پرېوځي |
مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوَىٰ (2) ستاسو ملګرى نه ګمراه شوى دى او نه (په عقيده كې) بې لارې شوى دى |
وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَىٰ (3) او دى له خپل خواهش نه خبرې نه كوي |
إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَىٰ (4) نه دى دا (قرآن) مګر وحي چې (ده ته) وحي كول شي |
عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَىٰ (5) ده ته (دا) د ډېرو سختو قوتونو والا (جبریل) ښودلى دى |
ذُو مِرَّةٍ فَاسْتَوَىٰ (6) چې د طاقت والا دى، بیا هغه پورته لاړ |
وَهُوَ بِالْأُفُقِ الْأَعْلَىٰ (7) او هغه په تر ټولو لوړې غاړې كې و |
ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّىٰ (8) بیا هغه (جبریل محمدﷺ ته) نژدې شو، پس ښه نژدې شو |
فَكَانَ قَابَ قَوْسَيْنِ أَوْ أَدْنَىٰ (9) نو د دوه لیندو په مسافت شو بلكې (له دې نه هم) ډېر نژدې |
فَأَوْحَىٰ إِلَىٰ عَبْدِهِ مَا أَوْحَىٰ (10) نو هغه (الله د جبریل په ژبه) خپل بنده ته وحي وكړه، هغه چې وحي يې وكړه |
مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَىٰ (11) د ده (نبي) زړه غلط شوى نه دى په هغه څه كې چې ده ولیدل |
أَفَتُمَارُونَهُ عَلَىٰ مَا يَرَىٰ (12) ایا تاسو له ده سره په هغه څه كې جګړه كوئ چې دى يې ویني |
وَلَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرَىٰ (13) او یقینًا یقینًا ده هغه (جبریل) په یو بل ځلې كوزېدو كې لیدلى دى |
عِندَ سِدْرَةِ الْمُنتَهَىٰ (14) له سدرۃة المنتهٰى سره |
عِندَهَا جَنَّةُ الْمَأْوَىٰ (15) دغې سره جنة ۃالماوىٰ دى |
إِذْ يَغْشَى السِّدْرَةَ مَا يَغْشَىٰ (16) كله چې دغه سدرة (د بېرې ونه) هغه څه پټوله چې دا يې پټوله |
مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغَىٰ (17) سترګې نه كږې شوې او نه يې له حد نه تېرى وكړ |
لَقَدْ رَأَىٰ مِنْ آيَاتِ رَبِّهِ الْكُبْرَىٰ (18) یقینًا یقینًا ده د خپل رب ډېرې لويې نښې ولیدلې |
أَفَرَأَيْتُمُ اللَّاتَ وَالْعُزَّىٰ (19) نو تاسو ما ته خبر راكړئ د لات او عُزّٰى |
وَمَنَاةَ الثَّالِثَةَ الْأُخْرَىٰ (20) او منات دریم، د بېخي وروستني |
أَلَكُمُ الذَّكَرُ وَلَهُ الْأُنثَىٰ (21) ایا تاسو لپاره هلكان دي او د هغه لپاره جینكۍ |
تِلْكَ إِذًا قِسْمَةٌ ضِيزَىٰ (22) دغه په دې وخت كې ډېر ظالمانه تقسیم دى |
إِنْ هِيَ إِلَّا أَسْمَاءٌ سَمَّيْتُمُوهَا أَنتُمْ وَآبَاؤُكُم مَّا أَنزَلَ اللَّهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ ۚ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَمَا تَهْوَى الْأَنفُسُ ۖ وَلَقَدْ جَاءَهُم مِّن رَّبِّهِمُ الْهُدَىٰ (23) دغه (بتان) نه دي مګر تش نومونه چې تاسو او ستاسو پلرونو دغه ايښي دي۔، الله په دغو هېڅ دلیل نه دى نازل كړى۔ دوى پیروي نه كوي مګر د تش ګمان او د هغه شي چې نفسونه يې غواړي او یقینًا یقینًا دوى ته د خپل رب له جانبه هدایت راغلى دى |
أَمْ لِلْإِنسَانِ مَا تَمَنَّىٰ (24) ایا د انسان لپاره هغه څه دي چې دى يې تمنا كوي |
فَلِلَّهِ الْآخِرَةُ وَالْأُولَىٰ (25) نو خاص د الله لپاره اخرت او دنیا دي |
۞ وَكَم مِّن مَّلَكٍ فِي السَّمَاوَاتِ لَا تُغْنِي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا إِلَّا مِن بَعْدِ أَن يَأْذَنَ اللَّهُ لِمَن يَشَاءُ وَيَرْضَىٰ (26) او په اسمانونو كې څومره ډېر ملايك دي چې د دوى سفارش هېڅ شى نفع نه وركوي مګر وروسته له دې چې الله اجازت وركړي هغه چا ته چې يې وغواړي او (د هغه په شفاعت) راضي شي |
إِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ لَيُسَمُّونَ الْمَلَائِكَةَ تَسْمِيَةَ الْأُنثَىٰ (27) بېشكه هغه كسان چې په اخرت ایمان نه لري، خامخا دوى د ښځو په نومونو سره ملايك نوموي |
وَمَا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ ۖ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ ۖ وَإِنَّ الظَّنَّ لَا يُغْنِي مِنَ الْحَقِّ شَيْئًا (28) حال دا چې دوى ته په دې هېڅ علم نشته، دوى يواځې د تش ګمان پیروي كوي او بېشكه ګمان له حقه هېڅ شى نشي دفع كولى |
فَأَعْرِضْ عَن مَّن تَوَلَّىٰ عَن ذِكْرِنَا وَلَمْ يُرِدْ إِلَّا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا (29) نو ته د هغه چا نه مخ واړوه چې زمونږ له ذكر نه يې مخ ګرځولى دى او يواځې دنيايي ژوندون غواړي |
ذَٰلِكَ مَبْلَغُهُم مِّنَ الْعِلْمِ ۚ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اهْتَدَىٰ (30) دا د دوى د علم انتها ده۔، بېشكه ستا رب په هغه چا ښه عالم دى چې د هغه (الله) له لارې نه ګمراه شوى دى او هغه ښه عالم دى په هغه چا چې هدایت يې موندلى دى |
وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ لِيَجْزِيَ الَّذِينَ أَسَاءُوا بِمَا عَمِلُوا وَيَجْزِيَ الَّذِينَ أَحْسَنُوا بِالْحُسْنَى (31) او خاص الله لره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي۔، د دې لپاره چې هغو كسانو ته چې بد يې كړې دي، د خپل عمل بدله وركړي او هغو كسانو ته (هم) ډېره ښه بدله وركړي چې نېكي يې كړې ده |
الَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ إِلَّا اللَّمَمَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ ۚ هُوَ أَعْلَمُ بِكُمْ إِذْ أَنشَأَكُم مِّنَ الْأَرْضِ وَإِذْ أَنتُمْ أَجِنَّةٌ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ ۖ فَلَا تُزَكُّوا أَنفُسَكُمْ ۖ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقَىٰ (32) هغه كسان چې له غټو ګناهونو او د بې حیایۍ له كارونو نه ځان ساتي، غیر له وړو وړو ګناهونه، بېشكه ستا رب د بخښنې وسیع كوونكى دى، هغه په تاسو ښه عالم دى، كله چې يې تاسو له ځمكې نه راپیدا كړئ او كله چې تاسو د خپلو میندو په خېټو كې پټ بچي وئ۔، نو تاسو د خپلو ځانونو تزكیه (پاكوالى) مه كوئ۔، هغه (الله) ښه عالم دى په هغه چا چې ډېر متقي دى |
أَفَرَأَيْتَ الَّذِي تَوَلَّىٰ (33) ایا نو تا هغه كس لیدلى چې مخ يې واړوه (له ایمانه) |
وَأَعْطَىٰ قَلِيلًا وَأَكْدَىٰ (34) او ډېر لږ (مال) يې وركړ او منع يې كړ (نور مال) |
أَعِندَهُ عِلْمُ الْغَيْبِ فَهُوَ يَرَىٰ (35) ایا له هغه سره علم غیب دى، پس دى لیدل كوي |
أَمْ لَمْ يُنَبَّأْ بِمَا فِي صُحُفِ مُوسَىٰ (36) بلكې ایا دى په هغه څه نه دى خبر كړى شوى چې د موسٰى په صحیفو كې دي |
وَإِبْرَاهِيمَ الَّذِي وَفَّىٰ (37) او د ابراهیم هغه چې وفا يې كړې ده |
أَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ (38) چې هېڅ پورته كوونكى د بل بار نه پورته كوی |
وَأَن لَّيْسَ لِلْإِنسَانِ إِلَّا مَا سَعَىٰ (39) او دا چې د انسان لپاره نشته مګر هغه څه چې ده (يې) كوشش كړى دى |
وَأَنَّ سَعْيَهُ سَوْفَ يُرَىٰ (40) او دا چې بېشكه د ده كوشش به عنقریب وښوول شي |
ثُمَّ يُجْزَاهُ الْجَزَاءَ الْأَوْفَىٰ (41) بیا به ده ته بدله وركړى شی، ډېره پوره بدله |
وَأَنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ الْمُنتَهَىٰ (42) او دا چې بېشكه ستا رب ته (د ټولو مخلوقاتو) ورګرځېدل دي |
وَأَنَّهُ هُوَ أَضْحَكَ وَأَبْكَىٰ (43) او دا چې بېشكه هم دغه (الله) (خلق) خندوي او ژړوي |
وَأَنَّهُ هُوَ أَمَاتَ وَأَحْيَا (44) او دا چې هم دغه (الله) مرګ وركوي او ژوند وركوي |
وَأَنَّهُ خَلَقَ الزَّوْجَيْنِ الذَّكَرَ وَالْأُنثَىٰ (45) او دا چې بېشكه دغه (الله) دوه جوړې نر او ښځه پیدا كړې دي |
مِن نُّطْفَةٍ إِذَا تُمْنَىٰ (46) له یوه څاڅكي (نطفې) نه، كله چې وڅڅول شي |
وَأَنَّ عَلَيْهِ النَّشْأَةَ الْأُخْرَىٰ (47) او دا چې بېشكه د ده په ذمه دي (له دې مرګ نه پس) بل ځلې پیدا كول |
وَأَنَّهُ هُوَ أَغْنَىٰ وَأَقْنَىٰ (48) او دا چې بېشكه همدغه (الله) غني كول كوي او خزانې وركوي |
وَأَنَّهُ هُوَ رَبُّ الشِّعْرَىٰ (49) او دا چې همدغه (الله) د شِعرٰى ستوري رب (او مالك) دى |
وَأَنَّهُ أَهْلَكَ عَادًا الْأُولَىٰ (50) او دا چې بېشكه همده ړومبني عادیان هلاك كړې دي |
وَثَمُودَ فَمَا أَبْقَىٰ (51) او ثمودیان هم، نو باقي يې پرې نه ښودل |
وَقَوْمَ نُوحٍ مِّن قَبْلُ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا هُمْ أَظْلَمَ وَأَطْغَىٰ (52) او له دوى نه مخكې يې د نوح قوم هلاك كړ۔، بېشكه دوى، هم دوى، ډېر ظالمان او ډېر سركشان وو |
وَالْمُؤْتَفِكَةَ أَهْوَىٰ (53) او اړول شوي كلي يې ښكته راوغورځول |
فَغَشَّاهَا مَا غَشَّىٰ (54) نو دغه هغه شي پټ كړ چې دى يې پټ كړ |
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكَ تَتَمَارَىٰ (55) نو (اى انسانه!) ته د خپل رب په كومو نعمتونو كې شك كوې |
هَٰذَا نَذِيرٌ مِّنَ النُّذُرِ الْأُولَىٰ (56) دا (محمدﷺ) له ړومبنیو وېروونكو ځنې یو وېروونكى دى |
أَزِفَتِ الْآزِفَةُ (57) قیامت ډېر نژدى راغى |
لَيْسَ لَهَا مِن دُونِ اللَّهِ كَاشِفَةٌ (58) دې (قيامت) لره له الله نه غیر هېڅ څرګندوونكى نشته |
أَفَمِنْ هَٰذَا الْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ (59) ایا نو تاسو له دې خبرې (قرآن) نه تعجب كوئ |
وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ (60) او خاندئ او نه ژاړئ |
وَأَنتُمْ سَامِدُونَ (61) او تاسو غافلان يئ (لوبې كوونكي يئ) |
فَاسْجُدُوا لِلَّهِ وَاعْبُدُوا ۩ (62) نو تاسو الله ته سجده وكړئ او (د ده) عبادت وكړئ |