يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءَكُم مِّنَ الْحَقِّ يُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَإِيَّاكُمْ ۙ أَن تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ رَبِّكُمْ إِن كُنتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَادًا فِي سَبِيلِي وَابْتِغَاءَ مَرْضَاتِي ۚ تُسِرُّونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَأَنَا أَعْلَمُ بِمَا أَخْفَيْتُمْ وَمَا أَعْلَنتُمْ ۚ وَمَن يَفْعَلْهُ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ (1) اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو زما دښمنان او خپل دښمنان دوستان مه نیسئ، چې تاسو دوى ته مینه وروړاندې كوئ، حال دا چې دوى په هغه حق باندې كافران شوي دي چې تاسو ته راغلى دى، دوى رسول او تاسو په دې سبب (له خپل وطنه) وباسي چې تاسو په خپل رب الله باندې ایمان راوړى دى۔؛ كه چېرې یئ تاسو چې زما په لاره كې د جهاد لپاره او زما د رضامندۍ د غوښتلو لپاره راوتلي یئ۔، تاسو دوى ته په پټه سره (پېغام د) دوستي لېږئ، حال دا چې زه په هغه څه ښه عالم یم چې تاسو يې پټوئ او په هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ او په تاسو كې چې هر څوك دغه (كار) وكړي، نو یقینًا هغه له نېغې لارې نه بې لارې شو |
إِن يَثْقَفُوكُمْ يَكُونُوا لَكُمْ أَعْدَاءً وَيَبْسُطُوا إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ وَأَلْسِنَتَهُم بِالسُّوءِ وَوَدُّوا لَوْ تَكْفُرُونَ (2) كه چېرې دوى په تاسو برى ومومي (، نو) تاسو لپاره به دښمنان شي او تاسو ته به در اوږده كړي خپل لاسونه او خپلې ژبې په بدۍ سره او دوى خوښوي چې تاسو كافران شئ |
لَن تَنفَعَكُمْ أَرْحَامُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ ۚ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَفْصِلُ بَيْنَكُمْ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (3) تاسو ته به له سره نفع در ونه رسوي ستاسو خپلویانې او نه ستاسو اولاد۔، د قیامت په ورځ به هغه (الله) ستاسو په مینځ كې فیصله كوي۔ او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى |
قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّىٰ تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ إِلَّا قَوْلَ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ لَأَسْتَغْفِرَنَّ لَكَ وَمَا أَمْلِكُ لَكَ مِنَ اللَّهِ مِن شَيْءٍ ۖ رَّبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ (4) یقینًا تاسو لپاره یوه ښكلې طریقه په ابراهیم او په هغو كسانو كې ده چې له هغه سره ملګري وو كله چې هغوى خپل قوم ته وویل: بېشكه مونږ له تاسو نه او له هغو څیزونو نه چې تاسو يې له الله نه غیر عبادت كوئ، سخت بېزاره (او جدا) یو، مونږ پر تاسو باندې منكران شوي یو۔ او زمونږ په مینځ كې او ستاسو په منیځ كې عداوت (دښمني) او بغض د تل لپاره څرګند (او واقع) شوى دى۔، تر هغه پورې چې تاسو په الله باندې ایمان راوړئ چې ايكي يواځې دى۔ خو خپل پلار ته د ابراهیم د دې (استغفار له) خبرې نه غیر چې: ’’زه به تا لپاره خامخا ضرور استغفار غواړم‘‘، او زه تا لپاره د الله په مقابله كې د هېڅ شي اختیار نه لرم ۔، اى زمونږه ربه! خاص په تا باندې مونږ توكل كړى دى او خاص تا ته مو رجوع كړې ده او خاص تا ته بېرته درتګ دى |
رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلَّذِينَ كَفَرُوا وَاغْفِرْ لَنَا رَبَّنَا ۖ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (5) اى زمونږه ربه! ته مونږ د كافران شویو خلقو لپاره (ځاى د) فتنې مه ګرځوه۔ او ته مونږ ته مغفرت وكړه اى زمونږ ربه! بېشكه هم دا ته ډېر غالب، ښه حكمت والا يې |
لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِيهِمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ ۚ وَمَن يَتَوَلَّ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ (6) یقینًا یقینًا تاسو لپاره په دغو كې ډېر ښكلې (قابلِ اقتدا) طریقه ده، د هغه چا لپاره چې د الله او د اخري ورځې امېد لري او هر هغه څوك چې مخ واړوي، نو بېشكه الله، هم دى غني (ډېر بې پروا)، ښه ستايل شوى دى |
۞ عَسَى اللَّهُ أَن يَجْعَلَ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ الَّذِينَ عَادَيْتُم مِّنْهُم مَّوَدَّةً ۚ وَاللَّهُ قَدِيرٌ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (7) امېد دى چې الله ستاسو په مینځ كې او د هغو كسانو په مینځ كې دوستي پیدا كړي چې تاسو ورسره دښمني كړې ده او الله ښه قادر دى، او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى |
لَّا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ أَن تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (8) الله تاسو له هغو كسانو نه نه منع كوي چې له تاسو سره يې په دین كې نه جنګ كړى دى او نه يې تاسو له خپلو كورونو نه وېستلي یئ دا چې تاسو له هغوى سره نېكي وكړئ او له دوى سره انصاف وكړئ۔، بېشكه الله انصاف كوونكي خوښوي |
إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَىٰ إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (9) بېشكه الله تاسو يواځې له هغو كسانو نه منع كوي چې له تاسو سره يې په دین كې جنګ كړى دى او تاسو يې له خپلو كورونو نه ایستلي یئ او ستاسو په ایستلو كې يې یو له بل سره مدد كړى دى، دا چې تاسو له دوى سره دوستي وكړئ او هر هغه څوك چې له دوى سره دوستي وكړي، نو هم دغه كسان ظالمان دي |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا جَاءَكُمُ الْمُؤْمِنَاتُ مُهَاجِرَاتٍ فَامْتَحِنُوهُنَّ ۖ اللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِهِنَّ ۖ فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلَا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ ۖ لَا هُنَّ حِلٌّ لَّهُمْ وَلَا هُمْ يَحِلُّونَ لَهُنَّ ۖ وَآتُوهُم مَّا أَنفَقُوا ۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ أَن تَنكِحُوهُنَّ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ ۚ وَلَا تُمْسِكُوا بِعِصَمِ الْكَوَافِرِ وَاسْأَلُوا مَا أَنفَقْتُمْ وَلْيَسْأَلُوا مَا أَنفَقُوا ۚ ذَٰلِكُمْ حُكْمُ اللَّهِ ۖ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ ۚ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ (10) اى هغو كسانوچې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو ته مومنې ښځې راشي، چې هجرت كوونكې وي، نو تاسو دوى وازمایئ۔، الله د دوى په ایمان ښه عالم دى۔، نو كه تاسو دوى مومنې وپېژنئ (معلومې كړئ)، نو تاسو دوى كافرانو ته بېرته مه لېږئ، ۔ دوى د هغوى (كافرانو) لپاره حلالې نه دي او نه هغوى د دغو (مومنو ښځو) لپاره حلال دي او تاسو (د دغو مومنو ښځو) دغو (كافرو خاوندانو) ته هغه څه وركړئ چې دوى لګولي دي۔ او پر تاسو باندې په دې كې هېڅ ګناه نشته چې تاسو له دوى سره نكاح وكړئ (خو په دې شرط) كله چې تاسو دوى ته د دوى مهرونه وركړئ۔ او تاسو د كافرو ښځو په عصمتونو منګولې مه لګوئ (په نكاح كې يې مه ساتئ) او تاسو هغه څه وغواړئ چې تاسو (په دغو كافرو ښځو) لګولي دي۔ او دوى (كافر خاوندان) دې هم هغه څه وغواړي چې دوى (په دغو مهاجرو ښځو باندې) لګولي وي۔، دغه د الله حكم دى، الله ستاسو په مینځ كې (په ده سره) فیصله كوي او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى |
وَإِن فَاتَكُمْ شَيْءٌ مِّنْ أَزْوَاجِكُمْ إِلَى الْكُفَّارِ فَعَاقَبْتُمْ فَآتُوا الَّذِينَ ذَهَبَتْ أَزْوَاجُهُم مِّثْلَ مَا أَنفَقُوا ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي أَنتُم بِهِ مُؤْمِنُونَ (11) او كه چېرې ستاسو په ښځو كې كومه ښځه ستاسو له لاسه ووځي (او) كافرو ته (لاړه شي) بیا ستاسو وار راشي (غزا وكړئ نو غنیمت واخلئ) نو تاسو هغو كسانو ته چې د هغوى ښځې تللې وي هومره (مال) وركړئ چې هغوى (پر هغو ښځو) لګولى دى او تاسو له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو په هغه ایمان لرونكي یئ |
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا جَاءَكَ الْمُؤْمِنَاتُ يُبَايِعْنَكَ عَلَىٰ أَن لَّا يُشْرِكْنَ بِاللَّهِ شَيْئًا وَلَا يَسْرِقْنَ وَلَا يَزْنِينَ وَلَا يَقْتُلْنَ أَوْلَادَهُنَّ وَلَا يَأْتِينَ بِبُهْتَانٍ يَفْتَرِينَهُ بَيْنَ أَيْدِيهِنَّ وَأَرْجُلِهِنَّ وَلَا يَعْصِينَكَ فِي مَعْرُوفٍ ۙ فَبَايِعْهُنَّ وَاسْتَغْفِرْ لَهُنَّ اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (12) اى نبي! كله چې تا ته مومنې ښځې راشي چې له تا سره په دې خبره بیعت كوي چې له الله سره به هېڅ شى نه شریكوي او غلا به نه كوي او زنا به نه كوي او خپل اولاد به نه وژني او نه به داسې بهتان لګوي چې هغه د خپلو لاسونو او خپلو پښو په وړاندې جوړوي۔ او په معروفو (نېكو چارو) كې به ستا نافرماني نه كوي، نو ته دوى بیعت كړه او د دوى لپاره د الله مغفرت (بخښنه) وغواړه، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ قَدْ يَئِسُوا مِنَ الْآخِرَةِ كَمَا يَئِسَ الْكُفَّارُ مِنْ أَصْحَابِ الْقُبُورِ (13) اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغه قوم سره دوستي مه كوئ چې الله پر هغوى باندې غضب كړى دى، ۔ یقینًا دوى له اخرته داسې نا امېده شوي دي لكه كفار چې د قبرونو والاو (له راژوندي كېدو) نه نا امېده شوي دي |