إِذَا السَّمَاءُ انفَطَرَتْ (1) كله چې اسمان وچوي |
وَإِذَا الْكَوَاكِبُ انتَثَرَتْ (2) او كله چې ستوري ګډوډ شي (او) راولوېږي |
وَإِذَا الْبِحَارُ فُجِّرَتْ (3) او كله چې دریابونه یو ځاى روان كړى شي |
وَإِذَا الْقُبُورُ بُعْثِرَتْ (4) او كله چې قبرونه لاندې باندې كړى شي |
عَلِمَتْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ وَأَخَّرَتْ (5) هر نفس به په هغه څه پوه شي چې ده وړاندې لېږلي دي او وروسته يې پرېښې دي |
يَا أَيُّهَا الْإِنسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِيمِ (6) اى (كافره) انسانه! ته په خپل كریم (او سخي) رب باندې څه شي دوكه كړى يې |
الَّذِي خَلَقَكَ فَسَوَّاكَ فَعَدَلَكَ (7) هغه چې ته يې پیدا كړې، نو ته يې ښه برابر كړې |
فِي أَيِّ صُورَةٍ مَّا شَاءَ رَكَّبَكَ (8) په هر صورت (شكل) كې چې هغه غوښتل، ته يې پیوند (او جوړ) كړې |
كَلَّا بَلْ تُكَذِّبُونَ بِالدِّينِ (9) داسې بېخي نه ده، بلكې تاسو د بدلې ورځ (قیامت) دروغ ګڼئ |
وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَافِظِينَ (10) په داسې حال كې چې پر تاسو باندې ساتونكي (ملايك) مقرر دي |
كِرَامًا كَاتِبِينَ (11) چې عزتمن لیكونكي دي |
يَعْلَمُونَ مَا تَفْعَلُونَ (12) دوى په هغه څه پوهېږي چې تاسو يې كوئ |
إِنَّ الْأَبْرَارَ لَفِي نَعِيمٍ (13) بېشكه نېكان (مومنان) به خامخا په نعمتونو كې وي |
وَإِنَّ الْفُجَّارَ لَفِي جَحِيمٍ (14) او بېشكه چې بدكاران (كافران) به خامخا په جهنم كې وي |
يَصْلَوْنَهَا يَوْمَ الدِّينِ (15) دوى به ده ته د بدلې په ورځ ننوځي |
وَمَا هُمْ عَنْهَا بِغَائِبِينَ (16) او دوى به له دغه (دوزخ) نه له سره پټېدونكي نه وي |
وَمَا أَدْرَاكَ مَا يَوْمُ الدِّينِ (17) او ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ (قیامت) څه شى دى؟ |
ثُمَّ مَا أَدْرَاكَ مَا يَوْمُ الدِّينِ (18) بیا ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ څه شى دى |
يَوْمَ لَا تَمْلِكُ نَفْسٌ لِّنَفْسٍ شَيْئًا ۖ وَالْأَمْرُ يَوْمَئِذٍ لِّلَّهِ (19) (یاده كړه) هغه ورځ چې هېڅ یو نفس به د بل نفس لپاره د هېڅ شي اختیار ونه لري۔ او په دغې ورځ كې به امر (حكم) خاص الله لره وي |