وَالْفَجْرِ (1) قسم دى په فجر (سبا) باندې |
وَلَيَالٍ عَشْرٍ (2) او په لسو شپو باندې |
وَالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ (3) او په جفت او طاق باندې |
وَاللَّيْلِ إِذَا يَسْرِ (4) او په شپه باندې كله چې روانه وي |
هَلْ فِي ذَٰلِكَ قَسَمٌ لِّذِي حِجْرٍ (5) ایا په دغو (قسمونو) كې خاوند د عقل لره (كوم قانع كوونكى) قسم شته؟ |
أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ (6) ایا تا نه دي كتلي چې ستا رب څه وكړل له ’’قوم عاد‘‘ سره؟ |
إِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ (7) چې ارم و د ستنو والا |
الَّتِي لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِي الْبِلَادِ (8) هغه چې په ښارونو كې د دوى په مثل نه و پیدا كړى شوي |
وَثَمُودَ الَّذِينَ جَابُوا الصَّخْرَ بِالْوَادِ (9) او ثمودیانو سره (يې څه وكړل) هغه چې په دره كې يې تیګې غوڅې كړې (تراشلې) وې؟ |
وَفِرْعَوْنَ ذِي الْأَوْتَادِ (10) او له میخونو والا فرعون سره (يې څه وكړل) |
الَّذِينَ طَغَوْا فِي الْبِلَادِ (11) هغه كسان چې دوى په ښارونو كې سركشي كړې وه |
فَأَكْثَرُوا فِيهَا الْفَسَادَ (12) نو په دغو كې يې فساد ډېر كړى و |
فَصَبَّ عَلَيْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ (13) نو ستا رب په دوى باندې د عذاب قمچینه (كروړه) نازله كړه |
إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ (14) بېشكه ستا رب یقینًا په ځاى د انتظار كې دى |
فَأَمَّا الْإِنسَانُ إِذَا مَا ابْتَلَاهُ رَبُّهُ فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَكْرَمَنِ (15) نو هر چې انسان دى، كله چې ده لره خپل رب وازمايي، پس ده ته عزت وركړي او ده ته نعمت وركړي، نو دى وايي: زما رب ما ته عزت راكړ |
وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلَاهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَهَانَنِ (16) او خو هر كله چې دى وازمايي، پس په ده باندې د ده رزق تنګ كړي، نو دى وايي: زما رب زه سپك كړم |
كَلَّا ۖ بَل لَّا تُكْرِمُونَ الْيَتِيمَ (17) داسې نه ده، بلكې تاسو د یتیم (سره احسان او د هغه) عزت نه كوئ |
وَلَا تَحَاضُّونَ عَلَىٰ طَعَامِ الْمِسْكِينِ (18) او مسكین ته په طعام وركولو یو بل ته ترغیب نه وركوئ |
وَتَأْكُلُونَ التُّرَاثَ أَكْلًا لَّمًّا (19) او تاسو د میراث (پردى) مال خورئ، په خوړلو ټولو سره |
وَتُحِبُّونَ الْمَالَ حُبًّا جَمًّا (20) او تاسو له مال سره مینه كوئ، ډېره زیاته مینه |
كَلَّا إِذَا دُكَّتِ الْأَرْضُ دَكًّا دَكًّا (21) داسې نه ده۔ كله چې ځمكه وټكولى شي، په ټكولو ماتولو سختو سره |
وَجَاءَ رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا (22) او ستا رب راشي او ملايك قطار قطار (راشي) |
وَجِيءَ يَوْمَئِذٍ بِجَهَنَّمَ ۚ يَوْمَئِذٍ يَتَذَكَّرُ الْإِنسَانُ وَأَنَّىٰ لَهُ الذِّكْرَىٰ (23) او په دغې ورځ كې به دوزخ راوستى شي۔، په دغې ورځ كې به انسان نصیحت (او پند) اخلي او (په دغه وخت كې) د ده لپاره نصیحت به څنګه (نفعمن) وي |
يَقُولُ يَا لَيْتَنِي قَدَّمْتُ لِحَيَاتِي (24) دى به وايي: اى كاشكې ما د خپل ژوند لپاره مخكې (څه نېك عملونه) لېږلي وى |
فَيَوْمَئِذٍ لَّا يُعَذِّبُ عَذَابَهُ أَحَدٌ (25) نو په دغې ورځ كې به د ده (يعنې د رب) د عذاب په شان هیڅوك عذاب نه وركوي |
وَلَا يُوثِقُ وَثَاقَهُ أَحَدٌ (26) او د ده د تړلو په شان به هیڅوك تړل نه كوي |
يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ (27) اى اطمینان نیوونكیه نفسه |
ارْجِعِي إِلَىٰ رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً (28) ته وګرځه خپل رب ته، په داسې حال كې چې خوشاله او راضي كړى شوى به يې |
فَادْخُلِي فِي عِبَادِي (29) نو ته زما په بنده ګانو كې داخل شه |
وَادْخُلِي جَنَّتِي (30) او زما جنت ته ننوځه |