The Quran in Pushto - Surah Duha translated into Pushto, Surah Ad-Dhuha in Pushto. We provide accurate translation of Surah Duha in Pushto - البشتوية, Verses 11 - Surah Number 93 - Page 596.

| وَالضُّحَىٰ (1) قسم دى په څاښت باندې |
| وَاللَّيْلِ إِذَا سَجَىٰ (2) او په شپه باندې كله چې قراره شي |
| مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلَىٰ (3) چې ته خپل رب نه پریښى يې او نه يې (درسره) بغض ساتلى دى |
| وَلَلْآخِرَةُ خَيْرٌ لَّكَ مِنَ الْأُولَىٰ (4) او خامخا اخرت تا لپاره له دنیا نه ډېر غوره دى |
| وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَىٰ (5) او خامخا ژر به تا ته ستا رب دركړي، نو ته به راضي (خوشحاله) شې |
| أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيمًا فَآوَىٰ (6) ایا ته يې یتیم نه وې موندلى؟ پس پناه ځاى يې دركړ |
| وَوَجَدَكَ ضَالًّا فَهَدَىٰ (7) او ته يې ناخبره (او ناپوه) وموندلې، نو لار ښوونه يې (درته) وكړه |
| وَوَجَدَكَ عَائِلًا فَأَغْنَىٰ (8) او ته يې فقیر وموندلې، نو غني يې كړې |
| فَأَمَّا الْيَتِيمَ فَلَا تَقْهَرْ (9) نو هر چې یتیم دى، نو ته (ده ته) قهر مه كوه |
| وَأَمَّا السَّائِلَ فَلَا تَنْهَرْ (10) او هر چې سوالګرى دى، نو ته يې مه رټه |
| وَأَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثْ (11) او پاتې شو (نعمت) نو ته د خپل رب نعمت بیانوه |