The Quran in Pushto - Surah Fatiha translated into Pushto, Surah Al-Fatihah in Pushto. We provide accurate translation of Surah Fatiha in Pushto - البشتوية, Verses 7 - Surah Number 1 - Page 1.

| بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ (1) د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى |
| الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (2) ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى |
| الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ (3) ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى |
| مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ (4) د بَدلې د ورځې مالك دى |
| إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ (5) مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مدد غواړو |
| اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ (6) ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَیَه |
| صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ (7) د هغو خلقو لاره چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ چې نه پر هغوى باندې غضب شوى او نه ګمراهان دي |