The Quran in Pushto - Surah Qariah translated into Pushto, Surah Al-Qariah in Pushto. We provide accurate translation of Surah Qariah in Pushto - البشتوية, Verses 11 - Surah Number 101 - Page 600.
الْقَارِعَةُ (1) (د زړونو) ټكوونكى (قیامت) |
مَا الْقَارِعَةُ (2) (د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟ |
وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْقَارِعَةُ (3) او ته څه شي پوه كړې چې (د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟ |
يَوْمَ يَكُونُ النَّاسُ كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوثِ (4) (دى به زړونه ټكوي) په هغې ورځ كې چې خلق به د خواره كړى شویو پتنګانو په شان شي |
وَتَكُونُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ الْمَنفُوشِ (5) او غرونه به د ډانډس كړى شوې رنګینې وړۍ په شان شي |
فَأَمَّا مَن ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ (6) نو هر چې هغه څوك دى چې د هغه تلې درنې شوې |
فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ (7) نو دى به په ډېر ښه ژوندون كې وي |
وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ (8) او پاتې شو هغه كس چې د هغه تلې سپكې شوې |
فَأُمُّهُ هَاوِيَةٌ (9) نو د ده استوګنځى هاویه ده |
وَمَا أَدْرَاكَ مَا هِيَهْ (10) او ته څه شي پوه كړې چې دغه (هاویه) څه شى دى؟ |
نَارٌ حَامِيَةٌ (11) (دغه) ډېر ګرم اور دى |