القرآن باللغة البشتوية - سورة القارعة مترجمة إلى اللغة البشتوية، Surah Qariah in Pushto. نوفر ترجمة دقيقة سورة القارعة باللغة البشتوية - Pushto, الآيات 11 - رقم السورة 101 - الصفحة 600.

| الْقَارِعَةُ (1) (د زړونو) ټكوونكى (قیامت) |
| مَا الْقَارِعَةُ (2) (د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟ |
| وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْقَارِعَةُ (3) او ته څه شي پوه كړې چې (د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟ |
| يَوْمَ يَكُونُ النَّاسُ كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوثِ (4) (دى به زړونه ټكوي) په هغې ورځ كې چې خلق به د خواره كړى شویو پتنګانو په شان شي |
| وَتَكُونُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ الْمَنفُوشِ (5) او غرونه به د ډانډس كړى شوې رنګینې وړۍ په شان شي |
| فَأَمَّا مَن ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ (6) نو هر چې هغه څوك دى چې د هغه تلې درنې شوې |
| فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ (7) نو دى به په ډېر ښه ژوندون كې وي |
| وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ (8) او پاتې شو هغه كس چې د هغه تلې سپكې شوې |
| فَأُمُّهُ هَاوِيَةٌ (9) نو د ده استوګنځى هاویه ده |
| وَمَا أَدْرَاكَ مَا هِيَهْ (10) او ته څه شي پوه كړې چې دغه (هاویه) څه شى دى؟ |
| نَارٌ حَامِيَةٌ (11) (دغه) ډېر ګرم اور دى |