The Quran in Pushto - Surah Falaq translated into Pushto, Surah Al-Falaq in Pushto. We provide accurate translation of Surah Falaq in Pushto - البشتوية, Verses 5 - Surah Number 113 - Page 604.
قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ (1) (اى نبي) ته ووایه: زه په رب د سبا پورې پناه نيسم |
مِن شَرِّ مَا خَلَقَ (2) د هر هغه شي له شر نه چې ده پیدا كړى دى |
وَمِن شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ (3) او د تیارې شپې له شر نه كله چې تكه توره (او خوره) شي |
وَمِن شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ (4) او له شره د هغو (جادوګرو) ښځو چې په غوټو كې پوكي وهونكې دي |
وَمِن شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ (5) او د حسد كوونكي له شر نه كله چی دى حسد (شروع او ښكاره) كړي |