عَمَّ يَتَسَاءَلُونَ (1) دوى د څه شي په باره كې یو له بل پوښتنه كوي؟ |
عَنِ النَّبَإِ الْعَظِيمِ (2) د ډېر لوى خبر په باره كې |
الَّذِي هُمْ فِيهِ مُخْتَلِفُونَ (3) هغه چې دوى په هغه كې سره اختلاف كوونكي دي |
كَلَّا سَيَعْلَمُونَ (4) نه دې كوي (دغه اختلاف او پوښتنې)، ژر به دوى پوه شي |
ثُمَّ كَلَّا سَيَعْلَمُونَ (5) بیا هیڅكله دې نه كوي، ژر به دوى پوه شي |
أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ مِهَادًا (6) ایا مونږ ځمكه فرش نه ده ګرځولې؟ |
وَالْجِبَالَ أَوْتَادًا (7) او غرونه (مو) میخونه |
وَخَلَقْنَاكُمْ أَزْوَاجًا (8) او مونږ تاسو پیدا كړي یئ جوړې (نر او ښځه) |
وَجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًا (9) او مونږ ستاسو خوب (تاسو لپاره) راحت ګرځولى دى |
وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ لِبَاسًا (10) او شپه مو لباس ګرځولې ده |
وَجَعَلْنَا النَّهَارَ مَعَاشًا (11) او ورځ مو د روزۍ لټولو وخت ګرځولى دى |
وَبَنَيْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعًا شِدَادًا (12) او ستاسو له پاسه مو اوه ډېر مضبوط اسمانونه جوړ كړي دي |
وَجَعَلْنَا سِرَاجًا وَهَّاجًا (13) او مونږ روښانه ځلېدونكې ډېوه پیدا كړې ده |
وَأَنزَلْنَا مِنَ الْمُعْصِرَاتِ مَاءً ثَجَّاجًا (14) او مونږ له ډكو ورېځو نه ډېرې تويېدونكې اوبه نازلې كړې دي |
لِّنُخْرِجَ بِهِ حَبًّا وَنَبَاتًا (15) د دې لپاره چې مونږ په دغو (اوبو) سره دانې او زرغونه راوباسو |
وَجَنَّاتٍ أَلْفَافًا (16) او باغونه یو له بل سره نژدې |
إِنَّ يَوْمَ الْفَصْلِ كَانَ مِيقَاتًا (17) بېشكه د فیصلې ورځ مقرر وخت دى |
يَوْمَ يُنفَخُ فِي الصُّورِ فَتَأْتُونَ أَفْوَاجًا (18) هغه ورځ چې پوكى به ووهل شي په شپېلۍ كې، نو تاسو به ډلې ډلې راځئ |
وَفُتِحَتِ السَّمَاءُ فَكَانَتْ أَبْوَابًا (19) او اسمان به پرانستل شي، نو دى به دروازې دروازې وي |
وَسُيِّرَتِ الْجِبَالُ فَكَانَتْ سَرَابًا (20) او غرونه به روان كړى شي، نو دوى به سراب شي |
إِنَّ جَهَنَّمَ كَانَتْ مِرْصَادًا (21) بېشكه دوزخ به د انتظار ځاى (كمین ځاى) شي |
لِّلطَّاغِينَ مَآبًا (22) د سركشو لپاره د ورتللو ځاى |
لَّابِثِينَ فِيهَا أَحْقَابًا (23) چې دوى به په هغه كې زمانې زمانې (همېشه) پاتې كېږي |
لَّا يَذُوقُونَ فِيهَا بَرْدًا وَلَا شَرَابًا (24) دوى به په هغه كې نه څه یخوالى څَكي او نه څه اوبه |
إِلَّا حَمِيمًا وَغَسَّاقًا (25) غیر د اېشېدلو تودو اوبو او بهېدونكو وینو زوو نه |
جَزَاءً وِفَاقًا (26) بدله به وركولى شي د عملونو سره برابره موافقه |
إِنَّهُمْ كَانُوا لَا يَرْجُونَ حِسَابًا (27) بېشكه دوى به د حساب امېد نه كاوه |
وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا كِذَّابًا (28) او زمونږ ایتونه به يې دروغ ګڼل، سخت دروغ ګڼل |
وَكُلَّ شَيْءٍ أَحْصَيْنَاهُ كِتَابًا (29) او هر شى، مونږ هغه په كتاب (لوح محفوظ) كې شمېرلى (او محفوظ كړى) دى |
فَذُوقُوا فَلَن نَّزِيدَكُمْ إِلَّا عَذَابًا (30) نو تاسو (خپله سزا) وڅَكئ۔، پس مونږ به تاسو ته له سره زیات نه كړو مګر عذاب |
إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ مَفَازًا (31) بېشكه خاص د متقیانو لپاره كامیابي ده |
حَدَائِقَ وَأَعْنَابًا (32) (چې) باغونه او انګور دي |
وَكَوَاعِبَ أَتْرَابًا (33) او انارسینه همځولې پېغلې دي |
وَكَأْسًا دِهَاقًا (34) او ترڅنډو پورې ډكې د شرابو پیالې دي |
لَّا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا كِذَّابًا (35) دوى په دغه (جنت) كې نه لغوه (بېكاره) خبره اوري او نه دروغ |
جَزَاءً مِّن رَّبِّكَ عَطَاءً حِسَابًا (36) د رب له جانبه به بدله وركولى شي۔ (د عملونو) په حساب سره ډېره وركړه |
رَّبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا الرَّحْمَٰنِ ۖ لَا يَمْلِكُونَ مِنْهُ خِطَابًا (37) چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ كې دي، چې ډېر زیات مهربان دى، دوى له هغه سره د خبرو كولو اختیار (او قدرت) نه لري |
يَوْمَ يَقُومُ الرُّوحُ وَالْمَلَائِكَةُ صَفًّا ۖ لَّا يَتَكَلَّمُونَ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَٰنُ وَقَالَ صَوَابًا (38) په هغې ورځ كې چې روح او ملايك به صفونه صفونه ودرېږي۔، دوى به خبرې نشي كولى مګرهغه څوك چې هغه ته رحمٰن اجازت وركړي او ده (په دنیا كې) حقه خبره (لا إله الا الله) ویلې وي |
ذَٰلِكَ الْيَوْمُ الْحَقُّ ۖ فَمَن شَاءَ اتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِ مَآبًا (39) دغه حق ورځ ده، نو هغه څوك چې د خپل رب په طرف د ورتلو ځاى نیسي (نو ودې نیسي) |
إِنَّا أَنذَرْنَاكُمْ عَذَابًا قَرِيبًا يَوْمَ يَنظُرُ الْمَرْءُ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ وَيَقُولُ الْكَافِرُ يَا لَيْتَنِي كُنتُ تُرَابًا (40) بېشكه مونږ تاسو له نژدې (راتلونكي) عذاب څخه ووېرولئ، په هغه ورځ كې چې هر سړى به هغه څه ته ګوري چې د ده لاسونو مخكې لېږلي دي او كافر به وايي: اى كاشكې چې زه خاورې وى |