Quran with Pushto translation - Surah Al-Baqarah ayat 102 - البَقَرَة - Page - Juz 1
﴿وَٱتَّبَعُواْ مَا تَتۡلُواْ ٱلشَّيَٰطِينُ عَلَىٰ مُلۡكِ سُلَيۡمَٰنَۖ وَمَا كَفَرَ سُلَيۡمَٰنُ وَلَٰكِنَّ ٱلشَّيَٰطِينَ كَفَرُواْ يُعَلِّمُونَ ٱلنَّاسَ ٱلسِّحۡرَ وَمَآ أُنزِلَ عَلَى ٱلۡمَلَكَيۡنِ بِبَابِلَ هَٰرُوتَ وَمَٰرُوتَۚ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنۡ أَحَدٍ حَتَّىٰ يَقُولَآ إِنَّمَا نَحۡنُ فِتۡنَةٞ فَلَا تَكۡفُرۡۖ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنۡهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِۦ بَيۡنَ ٱلۡمَرۡءِ وَزَوۡجِهِۦۚ وَمَا هُم بِضَآرِّينَ بِهِۦ مِنۡ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذۡنِ ٱللَّهِۚ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمۡ وَلَا يَنفَعُهُمۡۚ وَلَقَدۡ عَلِمُواْ لَمَنِ ٱشۡتَرَىٰهُ مَا لَهُۥ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنۡ خَلَٰقٖۚ وَلَبِئۡسَ مَا شَرَوۡاْ بِهِۦٓ أَنفُسَهُمۡۚ لَوۡ كَانُواْ يَعۡلَمُونَ ﴾
[البَقَرَة: 102]
﴿واتبعوا ما تتلوا الشياطين على ملك سليمان وما كفر سليمان ولكن الشياطين﴾ [البَقَرَة: 102]
Zakaria Abulsalam او دوى د هغه څه تابع شول چې د سليمان په بادشاهت كې شيطانانو لوستل، او سليمان كفر نه و كړى او لېكن شيطانان كافر شوي وو، خلقو ته به يې جادو (سحر) ښوده او (دوى تابع شول) د هغه څه چې په بابل ښار كې په دوه ملايكو هاروت او ماروت نازل كړى شوى و او دغو دواړو به هيچا ته ښودنه نه كوله، مګر چې ويل به يې: اصل خبره دا ده چې مونږ يَوْ ازمېښت يو، نو ته مه كافر كېږه، نو هغوى به له دغو دواړو نه هغه څه زده كول چې په هغه سره به يې د سړي او د هغه د ښځې په مينځ كې جدايي راوستله، او په دې (جادو) سره دوى هيچا ته هم ضرر نه شو رسولى مګر د الله په حكم سره، او دوى به هغه څه زده كول چې دوى ته به يې ضرر رساوه او فايده به يې ورته نه رسوله او يقينًا يقينًا دوى په دې پوه وو چې چا دا (سحر) واخيسته، نو د هغه لپاره په اخرت (جنت) كې هېڅ برخه نشته، او يقينًا بد دى هغه څيز چې د هغه په بدل كې دوى خپل ځانونه خرڅ كړل، كه چېرې دوى پوهېدلى |