Quran with Pushto translation - Surah Al-Ahzab ayat 37 - الأحزَاب - Page - Juz 22
﴿وَإِذۡ تَقُولُ لِلَّذِيٓ أَنۡعَمَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِ وَأَنۡعَمۡتَ عَلَيۡهِ أَمۡسِكۡ عَلَيۡكَ زَوۡجَكَ وَٱتَّقِ ٱللَّهَ وَتُخۡفِي فِي نَفۡسِكَ مَا ٱللَّهُ مُبۡدِيهِ وَتَخۡشَى ٱلنَّاسَ وَٱللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخۡشَىٰهُۖ فَلَمَّا قَضَىٰ زَيۡدٞ مِّنۡهَا وَطَرٗا زَوَّجۡنَٰكَهَا لِكَيۡ لَا يَكُونَ عَلَى ٱلۡمُؤۡمِنِينَ حَرَجٞ فِيٓ أَزۡوَٰجِ أَدۡعِيَآئِهِمۡ إِذَا قَضَوۡاْ مِنۡهُنَّ وَطَرٗاۚ وَكَانَ أَمۡرُ ٱللَّهِ مَفۡعُولٗا ﴾
[الأحزَاب: 37]
﴿وإذ تقول للذي أنعم الله عليه وأنعمت عليه أمسك عليك زوجك واتق﴾ [الأحزَاب: 37]
Zakaria Abulsalam او (یاد كړه اى نبي!) كله چې تا هغه كس ته چې الله په هغه انعام كړى و او تا ( هم) په هغه (په ازادولو سره) انعام كړى و ؛ ویل: ته خپله ښځه له ځان سره وساته او له الله نه ووېرېږه او تا هغه خبره په خپل زړه كې پټوله چې الله د هغې ښكاره كوونكى و او ته له خلقو نه وېرېدلې او الله زیات حق دار دى چې ته له هغه نه ووېرېږې، نوكله چې زید له هغې نه غرض (حاجت) پوره كړ (نو) مونږ هغه تا ته په نكاح كړه، د دې لپاره چې په مومنانو باندې د خپلو په زامنو بلل شویو، په ښځو كې څه سختي نه وي، كله چې دغه (په زامنو بلل شوي) له دغو (ښځو) نه حاجت پوره كړي او دى د الله كار ادا كړى شوى |