Quran with Pushto translation - Surah An-Nahl ayat 14 - النَّحل - Page - Juz 14
﴿وَهُوَ ٱلَّذِي سَخَّرَ ٱلۡبَحۡرَ لِتَأۡكُلُواْ مِنۡهُ لَحۡمٗا طَرِيّٗا وَتَسۡتَخۡرِجُواْ مِنۡهُ حِلۡيَةٗ تَلۡبَسُونَهَاۖ وَتَرَى ٱلۡفُلۡكَ مَوَاخِرَ فِيهِ وَلِتَبۡتَغُواْ مِن فَضۡلِهِۦ وَلَعَلَّكُمۡ تَشۡكُرُونَ ﴾
[النَّحل: 14]
﴿وهو الذي سخر البحر لتأكلوا منه لحما طريا وتستخرجوا منه حلية تلبسونها﴾ [النَّحل: 14]
Zakaria Abulsalam دى همغه ذات دى چې سمندر يې مُسخر كړى دى، د دې لپاره چې تاسو له هغه نه تازه غوښه وخورئ او له هغه نه ګاڼه (زېورات) راوباسئ چې تاسو يې اغوندئ او تهٔ په ده كې بېړۍ وینې، چې اوبه څيرونكې وي او د دې لپاره چې تاسو د هغه فضل طلب كړئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ |