Quran with Pushto translation - Surah Al-Kahf ayat 77 - الكَهف - Page - Juz 16
﴿فَٱنطَلَقَا حَتَّىٰٓ إِذَآ أَتَيَآ أَهۡلَ قَرۡيَةٍ ٱسۡتَطۡعَمَآ أَهۡلَهَا فَأَبَوۡاْ أَن يُضَيِّفُوهُمَا فَوَجَدَا فِيهَا جِدَارٗا يُرِيدُ أَن يَنقَضَّ فَأَقَامَهُۥۖ قَالَ لَوۡ شِئۡتَ لَتَّخَذۡتَ عَلَيۡهِ أَجۡرٗا ﴾
[الكَهف: 77]
﴿فانطلقا حتى إذا أتيا أهل قرية استطعما أهلها فأبوا أن يضيفوهما فوجدا﴾ [الكَهف: 77]
Zakaria Abulsalam بیا دواړه روان شول تر هغه پورې چې د یو كلي اوسېدونكو ته راغلل (،نو) د هغه (كلي) له اوسېدونكو نه يې طعام (خوراك) وغوښت، نو هغو، دوى دواړو ته د مېلمستیا له وركولو نه انكار وكړ، بیا دوى په دغه (كلي) كې یو دېوال وموند چې غوښتل يې ونړېږي، نو ده (خضر) هغه سم كړ، هغه (موسٰى) وویل: كه تا غوښتلى (نو)خامخا پر دې (سازولو) به دې مزدوري اخيستې وى |