Quran with Pushto translation - Surah Al-Baqarah ayat 187 - البَقَرَة - Page - Juz 2
﴿أُحِلَّ لَكُمۡ لَيۡلَةَ ٱلصِّيَامِ ٱلرَّفَثُ إِلَىٰ نِسَآئِكُمۡۚ هُنَّ لِبَاسٞ لَّكُمۡ وَأَنتُمۡ لِبَاسٞ لَّهُنَّۗ عَلِمَ ٱللَّهُ أَنَّكُمۡ كُنتُمۡ تَخۡتَانُونَ أَنفُسَكُمۡ فَتَابَ عَلَيۡكُمۡ وَعَفَا عَنكُمۡۖ فَٱلۡـَٰٔنَ بَٰشِرُوهُنَّ وَٱبۡتَغُواْ مَا كَتَبَ ٱللَّهُ لَكُمۡۚ وَكُلُواْ وَٱشۡرَبُواْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَكُمُ ٱلۡخَيۡطُ ٱلۡأَبۡيَضُ مِنَ ٱلۡخَيۡطِ ٱلۡأَسۡوَدِ مِنَ ٱلۡفَجۡرِۖ ثُمَّ أَتِمُّواْ ٱلصِّيَامَ إِلَى ٱلَّيۡلِۚ وَلَا تُبَٰشِرُوهُنَّ وَأَنتُمۡ عَٰكِفُونَ فِي ٱلۡمَسَٰجِدِۗ تِلۡكَ حُدُودُ ٱللَّهِ فَلَا تَقۡرَبُوهَاۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ ءَايَٰتِهِۦ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمۡ يَتَّقُونَ ﴾
[البَقَرَة: 187]
﴿أحل لكم ليلة الصيام الرفث إلى نسائكم هن لباس لكم وأنتم لباس﴾ [البَقَرَة: 187]
Zakaria Abulsalam تاسو لپاره د روژې په شپو كې له خپلو ښځو سره یو ځاى كېدل حلال كړى شوي دي، هغوى تاسو لپاره لباس (جامې) دي او تاسو د هغوى لپاره لباس (جامې) یئ، الله ته معلوم دي چې یقینًا تاسو له خپلو ځانونو سره خیانت كاوه، نو پر تاسو يې (د مهربانۍ) رجوع وكړه، او تاسو ته يې معافي وكړه، نو اوس له هغوى سره مُباشَرت (كوروالى) كوئ او څه چې الله تاسو لپاره لیكلي دي هغه لټوئ، او خورئ، او څښئ تر هغه چې تاسو ته سپین تار د سبا له تور تار نه ښه ښكاره (او بېل) شي، بیا روژه تر شپې پورې پوره كړئ، او له هغوى سره مباشرت (كوروالى) مه كوئ، په داسی حال كې چې تاسو په جوماتونو كې اعتكاف كوونكي یئ، دا د الله پُولې (حدونه) دي، نو دې ته مه نژدې كېږئ، هم په دې شان الله خپل ایتونه خلقو ته واضحه بیانوي، د دې لپاره چې دوى متقیان شي |