Quran with Pushto translation - Surah Al-Baqarah ayat 217 - البَقَرَة - Page - Juz 2
﴿يَسۡـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلشَّهۡرِ ٱلۡحَرَامِ قِتَالٖ فِيهِۖ قُلۡ قِتَالٞ فِيهِ كَبِيرٞۚ وَصَدٌّ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَكُفۡرُۢ بِهِۦ وَٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِ وَإِخۡرَاجُ أَهۡلِهِۦ مِنۡهُ أَكۡبَرُ عِندَ ٱللَّهِۚ وَٱلۡفِتۡنَةُ أَكۡبَرُ مِنَ ٱلۡقَتۡلِۗ وَلَا يَزَالُونَ يُقَٰتِلُونَكُمۡ حَتَّىٰ يَرُدُّوكُمۡ عَن دِينِكُمۡ إِنِ ٱسۡتَطَٰعُواْۚ وَمَن يَرۡتَدِدۡ مِنكُمۡ عَن دِينِهِۦ فَيَمُتۡ وَهُوَ كَافِرٞ فَأُوْلَٰٓئِكَ حَبِطَتۡ أَعۡمَٰلُهُمۡ فِي ٱلدُّنۡيَا وَٱلۡأٓخِرَةِۖ وَأُوْلَٰٓئِكَ أَصۡحَٰبُ ٱلنَّارِۖ هُمۡ فِيهَا خَٰلِدُونَ ﴾
[البَقَرَة: 217]
﴿يسألونك عن الشهر الحرام قتال فيه قل قتال فيه كبير وصد عن﴾ [البَقَرَة: 217]
Zakaria Abulsalam دوى له تا نه د حرامو میاشتو په باره كې تپوس كوي، په هغې كې د جنګ كولو ( په باره كې)، ته (ورته) ووایه: په هغې كې جنګ كول لویه ګناه ده او د الله له لارې نه منع كول او په هغه (الله ) سره كافر كېدل او له مسجد حرام نه منع كول او له هغه (مسجد) نه د هغه اهل (حقدار) وېستل د الله په نېز بېخي ډېره لویه ګناه ده، او فتنه (شرك) له قتل نه ډېره لویه ګناه ده، او دوى به همېشه له تاسو سره جنګ كوي تر هغه پورې چې تاسو له خپل دین نه واړوي، كه وس يې وشي، او په تاسو كې چې څوك له خپل دین نه وګرځېده، بیا په داسې حال كې مړ شو چې كافر و، نو دغه كسان (چې دي) د دوى عملونه په دنیا او اخرت (دواړو) كې ضايع شوي دي او دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې تل ترتله (همېشه) وي |