Quran with Pushto translation - Surah Al-Baqarah ayat 231 - البَقَرَة - Page - Juz 2
﴿وَإِذَا طَلَّقۡتُمُ ٱلنِّسَآءَ فَبَلَغۡنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمۡسِكُوهُنَّ بِمَعۡرُوفٍ أَوۡ سَرِّحُوهُنَّ بِمَعۡرُوفٖۚ وَلَا تُمۡسِكُوهُنَّ ضِرَارٗا لِّتَعۡتَدُواْۚ وَمَن يَفۡعَلۡ ذَٰلِكَ فَقَدۡ ظَلَمَ نَفۡسَهُۥۚ وَلَا تَتَّخِذُوٓاْ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ هُزُوٗاۚ وَٱذۡكُرُواْ نِعۡمَتَ ٱللَّهِ عَلَيۡكُمۡ وَمَآ أَنزَلَ عَلَيۡكُم مِّنَ ٱلۡكِتَٰبِ وَٱلۡحِكۡمَةِ يَعِظُكُم بِهِۦۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٞ ﴾
[البَقَرَة: 231]
﴿وإذا طلقتم النساء فبلغن أجلهن فأمسكوهن بمعروف أو سرحوهن بمعروف ولا تمسكوهن﴾ [البَقَرَة: 231]
Zakaria Abulsalam او كله چې تاسو ښځې طلاقې كړئ، بیا هغوى خپلې (د عدت اخري) مودې ته نژدې شي، نو دوى په ښې طریقې سره ایسارې كړئ (په رجوع كولو سره)، یا هغوى په ښې طریقې سره رخصت كړئ، او د ضرر رسولو لپاره هغوى مه ایساروئ چې زیاتى وكړئ، او چا چې دغه (كارونه) وكړل، نو یقینًا هغه پر ځان ظلم وكړ او د الله ایتونه مسخره مه جوړوئ او پر تاسو باندې (شوي) د الله نعمتونه یاد كړئ او هغه چې الله پر تاسو باندې نازل كړى دى چې كتاب (قرآن) او حكمت (سنت) دى، هغه تاسو ته په دې سره وعظ كوي، او له الله نه ووېرېږئ او پوه شئ چې یقینًا الله په هر شي باندې ښه پوه دى |