Quran with Pushto translation - Surah Al-Baqarah ayat 233 - البَقَرَة - Page - Juz 2
﴿۞ وَٱلۡوَٰلِدَٰتُ يُرۡضِعۡنَ أَوۡلَٰدَهُنَّ حَوۡلَيۡنِ كَامِلَيۡنِۖ لِمَنۡ أَرَادَ أَن يُتِمَّ ٱلرَّضَاعَةَۚ وَعَلَى ٱلۡمَوۡلُودِ لَهُۥ رِزۡقُهُنَّ وَكِسۡوَتُهُنَّ بِٱلۡمَعۡرُوفِۚ لَا تُكَلَّفُ نَفۡسٌ إِلَّا وُسۡعَهَاۚ لَا تُضَآرَّ وَٰلِدَةُۢ بِوَلَدِهَا وَلَا مَوۡلُودٞ لَّهُۥ بِوَلَدِهِۦۚ وَعَلَى ٱلۡوَارِثِ مِثۡلُ ذَٰلِكَۗ فَإِنۡ أَرَادَا فِصَالًا عَن تَرَاضٖ مِّنۡهُمَا وَتَشَاوُرٖ فَلَا جُنَاحَ عَلَيۡهِمَاۗ وَإِنۡ أَرَدتُّمۡ أَن تَسۡتَرۡضِعُوٓاْ أَوۡلَٰدَكُمۡ فَلَا جُنَاحَ عَلَيۡكُمۡ إِذَا سَلَّمۡتُم مَّآ ءَاتَيۡتُم بِٱلۡمَعۡرُوفِۗ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ بِمَا تَعۡمَلُونَ بَصِيرٞ ﴾
[البَقَرَة: 233]
﴿والوالدات يرضعن أولادهن حولين كاملين لمن أراد أن يتم الرضاعة وعلى المولود﴾ [البَقَرَة: 233]
Zakaria Abulsalam او میندې دې خپل اولاد ته پوره دوه كاله تى وركوي، (دا حكم) د هغه چا لپاره دى چې د تي وركولو موده پوره كول غواړي او د چا لپاره چې بچى دى په هغه باندې د دغو (ښځو) نفقه ده او د دوى جامه ده په ښې طریقې سره، هیڅوك هم مكلف كولى نشي مګر د هغه له وَس سره سم، ضرر دې ونه رسول شي مور ته د هغې د بچي په وجه، او نه د بچي پلار ته د هغه د بچي په وجه او په وارث باندې د دې په مثل لازم دي، پس كه دواړه د خپلمينځي رضامندۍ او مشورې سره له تي نه د پرېكولو اراده وكړي، نو په دې دواړه باندې هېڅ ګناه نشته او كه تاسو خپل اولاد ته مُرضِعه (دايي) نیول غواړئ بیا (هم) پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته، كله چې هغه (مال) سپارئ چې تاسو يې وركول غواړئ، په ښې طریقې سره، او له الله نه ووېرېږئ او پوه شئ چې یقینًا الله هغه څه لره ښه لېدونكى دى چې تاسو يې كوئ |