Quran with Pushto translation - Surah Al-Baqarah ayat 68 - البَقَرَة - Page - Juz 1
﴿قَالُواْ ٱدۡعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا هِيَۚ قَالَ إِنَّهُۥ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٞ لَّا فَارِضٞ وَلَا بِكۡرٌ عَوَانُۢ بَيۡنَ ذَٰلِكَۖ فَٱفۡعَلُواْ مَا تُؤۡمَرُونَ ﴾
[البَقَرَة: 68]
﴿قالوا ادع لنا ربك يبين لنا ما هي قال إنه يقول إنها﴾ [البَقَرَة: 68]
Zakaria Abulsalam هغوى وويل: زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې مونږ لپاره واضحه كړي چې هغه (غوا) څنګه ده؟ هغه وويل: يقينًا هغه وايي چې بېشكه هغه يوه داسې غوا ده چې نه زَړه ده او نه نوې ځوانه، (بلكې) د دې دواړو په مينځ كې مِيانَه حاله ده، نو هغه كار وكړئ چې تاسو ته يې حكم كېږي |