Quran with Pushto translation - Surah An-Nur ayat 61 - النور - Page - Juz 18
﴿لَّيۡسَ عَلَى ٱلۡأَعۡمَىٰ حَرَجٞ وَلَا عَلَى ٱلۡأَعۡرَجِ حَرَجٞ وَلَا عَلَى ٱلۡمَرِيضِ حَرَجٞ وَلَا عَلَىٰٓ أَنفُسِكُمۡ أَن تَأۡكُلُواْ مِنۢ بُيُوتِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ ءَابَآئِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ أُمَّهَٰتِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ إِخۡوَٰنِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ أَخَوَٰتِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ أَعۡمَٰمِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ عَمَّٰتِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ أَخۡوَٰلِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ خَٰلَٰتِكُمۡ أَوۡ مَا مَلَكۡتُم مَّفَاتِحَهُۥٓ أَوۡ صَدِيقِكُمۡۚ لَيۡسَ عَلَيۡكُمۡ جُنَاحٌ أَن تَأۡكُلُواْ جَمِيعًا أَوۡ أَشۡتَاتٗاۚ فَإِذَا دَخَلۡتُم بُيُوتٗا فَسَلِّمُواْ عَلَىٰٓ أَنفُسِكُمۡ تَحِيَّةٗ مِّنۡ عِندِ ٱللَّهِ مُبَٰرَكَةٗ طَيِّبَةٗۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمُ ٱلۡأٓيَٰتِ لَعَلَّكُمۡ تَعۡقِلُونَ ﴾
[النور: 61]
﴿ليس على الأعمى حرج ولا على الأعرج حرج ولا على المريض حرج﴾ [النور: 61]
Zakaria Abulsalam په ړانده باندې حرج نشته او نه په ګوډ حرج (مشقت) شته او نه په ناروغه حرج شته او نه ستاسو په خپلو ځانونو باندې (حرج شته) چې تاسو له خپلو كورونو نه خوراك وكړئ، یا د خپلو پلرونو له كورونو نه، یا د خپلو میندو له كورونو نه، یا د خپلو وروڼو له كورونو نه، یا د خپلو خویندو له كورونو نه، یا د خپلو ترونو له كورونو نه، یا د خپلو پلرنۍ تروریانو له كورونو نه یا د خپلو ماماګانو له كورونو نه، یا د خپلو مورنۍ تروریانو له كورونو نه، یا له هغو (كورونو) نه چې تاسو د هغو د چابیو اختیارمن شئ، یا د خپلو دوستانو (له كورونو) نه، په تاسو هېڅ ګناه نشته چې تاسو یو ځاى خوراك وكړئ، یا بېل بېل، نو كله چې تاسو كورونو ته ننوځئ، نو په خپلو ځانونو سلام اچوئ، (دا) د الله له جانبه مباركه پاكیزه تحفه ده، همداسې الله تاسو ته ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ |