Quran with Pushto translation - Surah al-‘Imran ayat 156 - آل عِمران - Page - Juz 4
﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَكُونُواْ كَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ وَقَالُواْ لِإِخۡوَٰنِهِمۡ إِذَا ضَرَبُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ أَوۡ كَانُواْ غُزّٗى لَّوۡ كَانُواْ عِندَنَا مَا مَاتُواْ وَمَا قُتِلُواْ لِيَجۡعَلَ ٱللَّهُ ذَٰلِكَ حَسۡرَةٗ فِي قُلُوبِهِمۡۗ وَٱللَّهُ يُحۡيِۦ وَيُمِيتُۗ وَٱللَّهُ بِمَا تَعۡمَلُونَ بَصِيرٞ ﴾
[آل عِمران: 156]
﴿ياأيها الذين آمنوا لا تكونوا كالذين كفروا وقالوا لإخوانهم إذا ضربوا في﴾ [آل عِمران: 156]
Zakaria Abulsalam اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د هغو كسانو په شان مه كېږئ، چې كافران شوي دي او د خپلو وروڼو په باره كې به يې ویل، كله چې به هغوى په ځمكه كې په سفر تلل، یا به هغوى غزا كوونكي وو: كه چېرې دوى له مونږ سره وَى (،نو) نه به مړه شوي وو او نه به وژل شوي وو، لپاره د دې چې الله (د دوى) دا (ګمان) د دوى په زړونو كې (د) حسرت (او افسوس باعث) وګرځوي او الله ژوندي كول او مړه كول كوي، او الله هغو عملونو لره، چې تاسو يې كوئ، ښه لیدونكى دى |