Quran with Pushto translation - Surah al-‘Imran ayat 37 - آل عِمران - Page - Juz 3
﴿فَتَقَبَّلَهَا رَبُّهَا بِقَبُولٍ حَسَنٖ وَأَنۢبَتَهَا نَبَاتًا حَسَنٗا وَكَفَّلَهَا زَكَرِيَّاۖ كُلَّمَا دَخَلَ عَلَيۡهَا زَكَرِيَّا ٱلۡمِحۡرَابَ وَجَدَ عِندَهَا رِزۡقٗاۖ قَالَ يَٰمَرۡيَمُ أَنَّىٰ لَكِ هَٰذَاۖ قَالَتۡ هُوَ مِنۡ عِندِ ٱللَّهِۖ إِنَّ ٱللَّهَ يَرۡزُقُ مَن يَشَآءُ بِغَيۡرِ حِسَابٍ ﴾
[آل عِمران: 37]
﴿فتقبلها ربها بقبول حسن وأنبتها نباتا حسنا وكفلها زكريا كلما دخل عليها﴾ [آل عِمران: 37]
Zakaria Abulsalam نو هغه د هغې رب په ډېرو ښو قبلولو سره قبوله كړه او هغه يې په ډېرو ښُكلو زرغونولو (لویَوَلو) سره زرغونه (لویه) كړه او هغه يې د زكریا په كفالت كې وركړه كله چې به هم زكریا دې ته عبادت خانې ته ننوت (نو) له هغې سره به يې څه رزق (خوراك) ومونده، هغه وویل: اى مریمې! تا ته دا له كومه كېږي؟ هغې وویل: داد الله له خوا راځي، یقینًا الله چې چا ته وغواړي بې حسابه روزي وركوي |