Quran with Pushto translation - Surah Al-Ma’idah ayat 89 - المَائدة - Page - Juz 7
﴿لَا يُؤَاخِذُكُمُ ٱللَّهُ بِٱللَّغۡوِ فِيٓ أَيۡمَٰنِكُمۡ وَلَٰكِن يُؤَاخِذُكُم بِمَا عَقَّدتُّمُ ٱلۡأَيۡمَٰنَۖ فَكَفَّٰرَتُهُۥٓ إِطۡعَامُ عَشَرَةِ مَسَٰكِينَ مِنۡ أَوۡسَطِ مَا تُطۡعِمُونَ أَهۡلِيكُمۡ أَوۡ كِسۡوَتُهُمۡ أَوۡ تَحۡرِيرُ رَقَبَةٖۖ فَمَن لَّمۡ يَجِدۡ فَصِيَامُ ثَلَٰثَةِ أَيَّامٖۚ ذَٰلِكَ كَفَّٰرَةُ أَيۡمَٰنِكُمۡ إِذَا حَلَفۡتُمۡۚ وَٱحۡفَظُوٓاْ أَيۡمَٰنَكُمۡۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمۡ ءَايَٰتِهِۦ لَعَلَّكُمۡ تَشۡكُرُونَ ﴾
[المَائدة: 89]
﴿لا يؤاخذكم الله باللغو في أيمانكم ولكن يؤاخذكم بما عقدتم الأيمان فكفارته﴾ [المَائدة: 89]
Zakaria Abulsalam الله تاسو، ستاسو په قسمونو كې په لَغْو (مُهمَل قسم) سره نه نیسي، او لېكن تاسو پر هغو قسمونو نیسي چې تاسو په پخې ارادې سره خوړلي وي، نو د دغه (قسم) كفاره لسو مسكینانو ته خوراك وركول دي له هغه درمیانه (خوراك) نه چې تاسو يې پر خپلو كورنیو خورئ، یا د هغو (لسو مسكینانو) جامه ده، یا د یو څټ (غلام، یا وینځې) ازادول دي، نو چا چې (دغه) ونه موندل، نو (د هغه پر ذمه) درې ورځې روژې دي، دا ستاسو د قسمونو كفاره ده، كله چې تاسو قسم وخورئ او تاسو د خپلو قسمونو حفاظت كوئ، همدارنګه الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ |