Quran with Pushto translation - Surah Al-Isra’ ayat 51 - الإسرَاء - Page - Juz 15
﴿أَوۡ خَلۡقٗا مِّمَّا يَكۡبُرُ فِي صُدُورِكُمۡۚ فَسَيَقُولُونَ مَن يُعِيدُنَاۖ قُلِ ٱلَّذِي فَطَرَكُمۡ أَوَّلَ مَرَّةٖۚ فَسَيُنۡغِضُونَ إِلَيۡكَ رُءُوسَهُمۡ وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هُوَۖ قُلۡ عَسَىٰٓ أَن يَكُونَ قَرِيبٗا ﴾
[الإسرَاء: 51]
﴿أو خلقا مما يكبر في صدوركم فسيقولون من يعيدنا قل الذي فطركم﴾ [الإسرَاء: 51]
Zakaria Abulsalam یا كوم داسې مخلوق له هغه قسمه نه چې ستاسو په زړونو (او ذهنونو) كې لوى ښكاري، نو دوى به ژر ووايي: څوك به مونږ بیا راژوندي كوي؟ ته ووایه: هغه ذات چې تاسو يې اول كرت پیدا كړي یئ، نو ژر به دوى خپل سرونه تا ته (د استهزا په ډول) وخوځوي او وايي به: دا به كله وي؟ ته ووایه: امېد دى چې دغه به ډېر نژدې وي |