Quran with Pushto translation - Surah Al-Kahf ayat 21 - الكَهف - Page - Juz 15
﴿وَكَذَٰلِكَ أَعۡثَرۡنَا عَلَيۡهِمۡ لِيَعۡلَمُوٓاْ أَنَّ وَعۡدَ ٱللَّهِ حَقّٞ وَأَنَّ ٱلسَّاعَةَ لَا رَيۡبَ فِيهَآ إِذۡ يَتَنَٰزَعُونَ بَيۡنَهُمۡ أَمۡرَهُمۡۖ فَقَالُواْ ٱبۡنُواْ عَلَيۡهِم بُنۡيَٰنٗاۖ رَّبُّهُمۡ أَعۡلَمُ بِهِمۡۚ قَالَ ٱلَّذِينَ غَلَبُواْ عَلَىٰٓ أَمۡرِهِمۡ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَيۡهِم مَّسۡجِدٗا ﴾
[الكَهف: 21]
﴿وكذلك أعثرنا عليهم ليعلموا أن وعد الله حق وأن الساعة لا ريب﴾ [الكَهف: 21]
Zakaria Abulsalam او همداسې مونږ په دوى باندې (خلق) خبر كړل، د دې لپاره چې دغه (خلق) پوه شي چې بېشكه د الله وعده حقه ده او دا چې بېشكه قیامت (چې دى) په هغه كې هېڅ شك نشته، (مونږ خلق) هغه وخت (خبر كړل) چې دوى په خپل مینځ كې د هغوى په معامله كې جګړې كولې، نو ځينو وویل: تاسو په دوى باندې یوه ودانۍ جوړه كړئ، د دوى رب پر دوى ښه عالم دى، (خو) هغو كسانو وویل چې د دوى په معامله كې غالب وو، مونږ به خامخا هرومرو په (غار د) دوى باندې يو جومات جوړوو |