Quran with Pushto translation - Surah Al-Baqarah ayat 144 - البَقَرَة - Page - Juz 2
﴿قَدۡ نَرَىٰ تَقَلُّبَ وَجۡهِكَ فِي ٱلسَّمَآءِۖ فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبۡلَةٗ تَرۡضَىٰهَاۚ فَوَلِّ وَجۡهَكَ شَطۡرَ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِۚ وَحَيۡثُ مَا كُنتُمۡ فَوَلُّواْ وُجُوهَكُمۡ شَطۡرَهُۥۗ وَإِنَّ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ لَيَعۡلَمُونَ أَنَّهُ ٱلۡحَقُّ مِن رَّبِّهِمۡۗ وَمَا ٱللَّهُ بِغَٰفِلٍ عَمَّا يَعۡمَلُونَ ﴾
[البَقَرَة: 144]
﴿قد نرى تقلب وجهك في السماء فلنولينك قبلة ترضاها فول وجهك شطر﴾ [البَقَرَة: 144]
Zakaria Abulsalam یقینًا اسمان ته ستا د مخ ګرځېدل (اوړېدل) مونږ وینو، نو مونږ به تا خامخا د هغې قبلې په طرف وګرځوو چې ته يې خوښَوې، نو خپل مخ د مسجد حرام (كعبې) په طرف وګرځوه او تاسو چې په هر ځاى كې یئ، نو خپل مخونه د هغهٔ په طرف وګرځوئ، او بېشكه هغه كسان چه هغو ته كتاب وركړى شوى دى؛ هغوى خامخا پوهېږي چې یقینًا دا (د قبلې بدلول) د دوى د رب له جانبه حق دي، او الله له هغه څه نه چه دوى يې كوي كله هم غافل نه دى |