Quran with Pushto translation - Surah Al-Baqarah ayat 143 - البَقَرَة - Page - Juz 2
﴿وَكَذَٰلِكَ جَعَلۡنَٰكُمۡ أُمَّةٗ وَسَطٗا لِّتَكُونُواْ شُهَدَآءَ عَلَى ٱلنَّاسِ وَيَكُونَ ٱلرَّسُولُ عَلَيۡكُمۡ شَهِيدٗاۗ وَمَا جَعَلۡنَا ٱلۡقِبۡلَةَ ٱلَّتِي كُنتَ عَلَيۡهَآ إِلَّا لِنَعۡلَمَ مَن يَتَّبِعُ ٱلرَّسُولَ مِمَّن يَنقَلِبُ عَلَىٰ عَقِبَيۡهِۚ وَإِن كَانَتۡ لَكَبِيرَةً إِلَّا عَلَى ٱلَّذِينَ هَدَى ٱللَّهُۗ وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيُضِيعَ إِيمَٰنَكُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ بِٱلنَّاسِ لَرَءُوفٞ رَّحِيمٞ ﴾
[البَقَرَة: 143]
﴿وكذلك جعلناكم أمة وسطا لتكونوا شهداء على الناس ويكون الرسول عليكم شهيدا﴾ [البَقَرَة: 143]
Zakaria Abulsalam او همدارنګه مونږه تاسو غوره امت جوړ كړي یئ، د دې لپاره چې تاسو پر خلقو باندې شاهِدان (ګواهان) شئ، او رسول پر تاسو باندې ګواه شي او هغه قبله چې ته په هغې باندې وې؛ مونږ نه وه مقرر كړې مګر د دې لپاره چې مونږ هغه څوك معلوم (څرګند) كړو چې د رسول پیروي كوي له هغه چا نه چې پر خپلو پوندو باندې بېرته ګرځي، او یقینًا دا (خبره) ډېره درنه ده، مګر پر هغو كسانو چې الله ورته هدایت كړى دى (درنه نه ده) او الله كله هم داسې نه دى چې ستاسو ایمان (لمونځونه) ضايع كړي، یقینًا الله پر خلقو باندې خامخا ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى |