Quran with Pushto translation - Surah Al-Baqarah ayat 213 - البَقَرَة - Page - Juz 2
﴿كَانَ ٱلنَّاسُ أُمَّةٗ وَٰحِدَةٗ فَبَعَثَ ٱللَّهُ ٱلنَّبِيِّـۧنَ مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ وَأَنزَلَ مَعَهُمُ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ لِيَحۡكُمَ بَيۡنَ ٱلنَّاسِ فِيمَا ٱخۡتَلَفُواْ فِيهِۚ وَمَا ٱخۡتَلَفَ فِيهِ إِلَّا ٱلَّذِينَ أُوتُوهُ مِنۢ بَعۡدِ مَا جَآءَتۡهُمُ ٱلۡبَيِّنَٰتُ بَغۡيَۢا بَيۡنَهُمۡۖ فَهَدَى ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لِمَا ٱخۡتَلَفُواْ فِيهِ مِنَ ٱلۡحَقِّ بِإِذۡنِهِۦۗ وَٱللَّهُ يَهۡدِي مَن يَشَآءُ إِلَىٰ صِرَٰطٖ مُّسۡتَقِيمٍ ﴾
[البَقَرَة: 213]
﴿كان الناس أمة واحدة فبعث الله النبيين مبشرين ومنذرين وأنـزل معهم الكتاب﴾ [البَقَرَة: 213]
Zakaria Abulsalam ټول خلق (په شروع كې) یو امت وو (بیا په كې ځینې كافر شول) نو الله نبیان راولېږل چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو او له هغوى سره يې په حقه سره كتاب نازل كړ، د دې لپاره چې هغه د خلقو په مينځ كې د هغه شي فیصله وكړي چې دوى په كې اختلاف كړى دى، او په هغه كې اختلاف نه دى كړى مګر هغو كسانو چې هغوى ته هغه (كتاب) وركړى شوى و، په خپل منځ كې د لويي او ظلم په وجه (يې اختلاف كړى و)، له دې نه پس چې هغوى ته ښې څرګندې نښې راغلې، نو الله هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى و، په خپل حكم سره هغه حق ته هدایت وكړ چې هغوى (كافرانو) په كې اختلاف كړى و او الله د سمې لارې هدایت كوي هغه چا ته چې ويې غواړي |