Quran with Pushto translation - Surah Al-Baqarah ayat 235 - البَقَرَة - Page - Juz 2
﴿وَلَا جُنَاحَ عَلَيۡكُمۡ فِيمَا عَرَّضۡتُم بِهِۦ مِنۡ خِطۡبَةِ ٱلنِّسَآءِ أَوۡ أَكۡنَنتُمۡ فِيٓ أَنفُسِكُمۡۚ عَلِمَ ٱللَّهُ أَنَّكُمۡ سَتَذۡكُرُونَهُنَّ وَلَٰكِن لَّا تُوَاعِدُوهُنَّ سِرًّا إِلَّآ أَن تَقُولُواْ قَوۡلٗا مَّعۡرُوفٗاۚ وَلَا تَعۡزِمُواْ عُقۡدَةَ ٱلنِّكَاحِ حَتَّىٰ يَبۡلُغَ ٱلۡكِتَٰبُ أَجَلَهُۥۚ وَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ يَعۡلَمُ مَا فِيٓ أَنفُسِكُمۡ فَٱحۡذَرُوهُۚ وَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ حَلِيمٞ ﴾
[البَقَرَة: 235]
﴿ولا جناح عليكم فيما عرضتم به من خطبة النساء أو أكننتم في﴾ [البَقَرَة: 235]
Zakaria Abulsalam او پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته په هغه (خبره) كې چې په هغې سره تاسو د ښځو د غوښتنې اشاره كوئ، یا په خپلو نفسونو كې يې پټه ساتئ، (له هغو سره نكاح كول) الله پوه دى چې یقینًا ژر دى چې تاسو به دوى یادَوئ، او لېكن له دوى سره په پټه وعده مه كوئ، مګر دا چې مناسبه (تعریضي) خبره وكړئ، او د نكاح تړلو عزم مه كوئ تر هغه پورې چې فرض شوى (عدت) خپلې نېټې ته ورسېږي، او پوه شئ چې یقینًا الله پر هغه څه پوهېږي چې ستاسو په نفسونو كې دي، نو له هغه (الله) نه وېرېږئ، او پوه شئ چې یقینًا الله ډېر بخښونكى، ډېر تحمل كوونكى دى |