Quran with Pushto translation - Surah Al-Baqarah ayat 259 - البَقَرَة - Page - Juz 3
﴿أَوۡ كَٱلَّذِي مَرَّ عَلَىٰ قَرۡيَةٖ وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّىٰ يُحۡيِۦ هَٰذِهِ ٱللَّهُ بَعۡدَ مَوۡتِهَاۖ فَأَمَاتَهُ ٱللَّهُ مِاْئَةَ عَامٖ ثُمَّ بَعَثَهُۥۖ قَالَ كَمۡ لَبِثۡتَۖ قَالَ لَبِثۡتُ يَوۡمًا أَوۡ بَعۡضَ يَوۡمٖۖ قَالَ بَل لَّبِثۡتَ مِاْئَةَ عَامٖ فَٱنظُرۡ إِلَىٰ طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمۡ يَتَسَنَّهۡۖ وَٱنظُرۡ إِلَىٰ حِمَارِكَ وَلِنَجۡعَلَكَ ءَايَةٗ لِّلنَّاسِۖ وَٱنظُرۡ إِلَى ٱلۡعِظَامِ كَيۡفَ نُنشِزُهَا ثُمَّ نَكۡسُوهَا لَحۡمٗاۚ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُۥ قَالَ أَعۡلَمُ أَنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٞ ﴾
[البَقَرَة: 259]
﴿أو كالذي مر على قرية وهي خاوية على عروشها قال أنى يحيي﴾ [البَقَرَة: 259]
Zakaria Abulsalam یا د هغه كس په شان، چې پر یو كلي باندې تېر شو، او هغه (كلى) په خپلو چتونو باندې راپرېوتى و، هغه وویل: الله به دا (د كلي خلق د دوى) له مرګ نه پس څنګه ژوندي كوي؟ نو الله هغه تر سلو كالو پورې مړ وساته، بیا يې هغه راژوندى كړ، (الله) وویل: څومره موده (داسې) پاتې شوى يې؟ هغه وویل: زه یوه ورځ، یا د ورځې څه حصه (داسې) پاتې شوى یم. هغه (الله) وویل: بلكې ته سل كاله (داسې مړ) پاتې شوى يې، نو ته خپل خوراك او څښاك ته وګوره، چې خراب شوى نه دى او خپل خر ته وګوره، او د دې لپاره چې مونږ تا د خلقو لپاره نښه وګرځوو، او هډوكو ته وګوره، مونږ هغو ته څنګه حركت وركوو، په پورته كولو سره، بیا هغو ته غوښه وراغوندو، نو كله چې ده ته (دا حال) ښه څرګند شو، ويې ويل:زه پوهېږم چې یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى |