Quran with Pushto translation - Surah al-‘Imran ayat 13 - آل عِمران - Page - Juz 3
﴿قَدۡ كَانَ لَكُمۡ ءَايَةٞ فِي فِئَتَيۡنِ ٱلۡتَقَتَاۖ فِئَةٞ تُقَٰتِلُ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَأُخۡرَىٰ كَافِرَةٞ يَرَوۡنَهُم مِّثۡلَيۡهِمۡ رَأۡيَ ٱلۡعَيۡنِۚ وَٱللَّهُ يُؤَيِّدُ بِنَصۡرِهِۦ مَن يَشَآءُۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَعِبۡرَةٗ لِّأُوْلِي ٱلۡأَبۡصَٰرِ ﴾
[آل عِمران: 13]
﴿قد كان لكم آية في فئتين التقتا فئة تقاتل في سبيل الله﴾ [آل عِمران: 13]
Zakaria Abulsalam یقینًا شته تاسو لپاره لویه نښه په هغو دوه ډلو كې چې یو بل ته مخامخ شوې وې، یوه ډله د الله په لار كې جنګېدله او بله كافره وه، دوى به هغوى لره له خپل ځان نه دوه چنده (زیات) لیدل، د سترګو په لیدلو سره، او الله په خپل مدد سره قوت وركوي (مضبوطوي) چا ته چې وغواړي، یقینًا په دې كې د سترګو خاوندانو لپاره خامخا عبرت (اونصیحت) دى |