Quran with Pushto translation - Surah An-Nisa’ ayat 171 - النِّسَاء - Page - Juz 6
﴿يَٰٓأَهۡلَ ٱلۡكِتَٰبِ لَا تَغۡلُواْ فِي دِينِكُمۡ وَلَا تَقُولُواْ عَلَى ٱللَّهِ إِلَّا ٱلۡحَقَّۚ إِنَّمَا ٱلۡمَسِيحُ عِيسَى ٱبۡنُ مَرۡيَمَ رَسُولُ ٱللَّهِ وَكَلِمَتُهُۥٓ أَلۡقَىٰهَآ إِلَىٰ مَرۡيَمَ وَرُوحٞ مِّنۡهُۖ فَـَٔامِنُواْ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦۖ وَلَا تَقُولُواْ ثَلَٰثَةٌۚ ٱنتَهُواْ خَيۡرٗا لَّكُمۡۚ إِنَّمَا ٱللَّهُ إِلَٰهٞ وَٰحِدٞۖ سُبۡحَٰنَهُۥٓ أَن يَكُونَ لَهُۥ وَلَدٞۘ لَّهُۥ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِۗ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلٗا ﴾
[النِّسَاء: 171]
﴿ياأهل الكتاب لا تغلوا في دينكم ولا تقولوا على الله إلا الحق﴾ [النِّسَاء: 171]
Zakaria Abulsalam اى اهلِ كتابو! تاسو په خپل دین كې غُلُوّ (زیاتى) مه كوئ او الله ته يواځې د حقې خبرې نسبت كوئ، یقینًا همدا خبره ده چې د مریمې زوى مسیح عیسیٰ خو بس د الله رسول دى او د هغه كلمه ده، چې هغه يې مریم ته غورځولې وه او د هغه (الله) له جانبه روح دى، نو تاسو پر الله او د هغه پر رسولانو ایمان راوړئ او تاسو مه وایئ چې (معبودان) درې دي، تاسو (له دې نه) منع شئ، تاسو لپاره به (دا) ډېره ښه وي، یقینًا همدا خبره ده چې الله یو معبود دى زه د هغه پاكي بیانوم له دې نه چې د هغه لپاره دې اولاد وي، خاص د هغه لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله ښه كافي دى (په حیث د) كار ساز |