Quran with Pushto translation - Surah Al-Ahqaf ayat 26 - الأحقَاف - Page - Juz 26
﴿وَلَقَدۡ مَكَّنَّٰهُمۡ فِيمَآ إِن مَّكَّنَّٰكُمۡ فِيهِ وَجَعَلۡنَا لَهُمۡ سَمۡعٗا وَأَبۡصَٰرٗا وَأَفۡـِٔدَةٗ فَمَآ أَغۡنَىٰ عَنۡهُمۡ سَمۡعُهُمۡ وَلَآ أَبۡصَٰرُهُمۡ وَلَآ أَفۡـِٔدَتُهُم مِّن شَيۡءٍ إِذۡ كَانُواْ يَجۡحَدُونَ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُواْ بِهِۦ يَسۡتَهۡزِءُونَ ﴾
[الأحقَاف: 26]
﴿ولقد مكناهم فيما إن مكناكم فيه وجعلنا لهم سمعا وأبصارا وأفئدة فما﴾ [الأحقَاف: 26]
Zakaria Abulsalam او یقینًا یقینًا مونږ هغوى ته په هغو څیزونو كې دومره قوت (او قدرت) وركړى و چې تاسو ته مو په هغو كې قدرت نه دى دركړى او د هغوى لپاره مونږ غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړي وو، نو له دوى نه د دوى غوږونو او نه د دوى سترګو او نه د دوى زړونو هېڅ شى (عذاب) دفع نه كړى شو، ځكه چې دوى د الله له ایتونو نه انكار كاوه او دوى هغه (عذاب) راګېر كړل چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې |