حم (1) حا، ميم |
تَنزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ (2) د كتاب نازلول د الله له جانبه دي چې ډېر غالب، ښه حكمت والا دى |
مَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُّسَمًّى ۚ وَالَّذِينَ كَفَرُوا عَمَّا أُنذِرُوا مُعْرِضُونَ (3) مونږ اسمانونه او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، نه دي پیدا كړي مګر په حقه او په ټاكلې مودې سره۔ او كافران شوي كسان له هغه (قرآن) نه چې دوى پرې وېرولى شي، مخ ګرځوونكي دي |
قُلْ أَرَأَيْتُم مَّا تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ ۖ ائْتُونِي بِكِتَابٍ مِّن قَبْلِ هَٰذَا أَوْ أَثَارَةٍ مِّنْ عِلْمٍ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (4) ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته د هغو (معبودانو) خبر راكړئ چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، تاسو ما ته وښیئ دوى په ځمكه كې څه پیدا كړي دي؟ یا دوى لره په (پیدا كولو د) اسمانونو كې څه شراكت شته؟ تاسو ما ته له دغه (قرآن) نه مخكې كوم كتاب راوړئ، یا له علمه څه باقي علامه۔، كه تاسو رښتيني یئ |
وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّن يَدْعُو مِن دُونِ اللَّهِ مَن لَّا يَسْتَجِيبُ لَهُ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَهُمْ عَن دُعَائِهِمْ غَافِلُونَ (5) او له هغه كس نه زيات ګمراه څوك دى چې له الله نه غیر هغه (معبودان) بلي چې د ده دعا (سوال) تر قیامته پورې نشي قبلولى، په داسې حال كې چې دغه (معبودان) به د دوى له بلنې نه غافله (بې خبره) وي |
وَإِذَا حُشِرَ النَّاسُ كَانُوا لَهُمْ أَعْدَاءً وَكَانُوا بِعِبَادَتِهِمْ كَافِرِينَ (6) او كله چې (ټول) خلق (د حساب لپاره په محشر كې) راجمع كړى شي دغه (معبودان) به د دوى دښمنان وګرځي او د دغو (عبادت كوونكو) له عبادت نه به منكر شي |
وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُمْ هَٰذَا سِحْرٌ مُّبِينٌ (7) او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه لوستلى شي، په داسې حال كې چې ښه واضح دي (، نو) كافران شوي كسان د حق په باره كې وايي، كله چې دوى ته راغى: دا ښكاره جادو دى |
أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ ۖ قُلْ إِنِ افْتَرَيْتُهُ فَلَا تَمْلِكُونَ لِي مِنَ اللَّهِ شَيْئًا ۖ هُوَ أَعْلَمُ بِمَا تُفِيضُونَ فِيهِ ۖ كَفَىٰ بِهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ ۖ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (8) بلكې ایا دوى وايي: ده دا له ځانه جوړ كړى دى، ته (دوى ته) ووایه: كه چېرې دا ما له ځانه جوړ كړى وي، نو تاسو زما لپاره له الله نه (د بچ كولو لپاره) د هېڅ شي اختیار نه لرئ، هغه په هغو خبرو ښه عالم دى چې تاسو په هغو كې لګیا يئ، هغه زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې ښه كافي ګواه دى۔ او همدغه ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى |
قُلْ مَا كُنتُ بِدْعًا مِّنَ الرُّسُلِ وَمَا أَدْرِي مَا يُفْعَلُ بِي وَلَا بِكُمْ ۖ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَىٰ إِلَيَّ وَمَا أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ مُّبِينٌ (9) ته (دوى ته) ووایه: زه په رسولانو كې اول (او نوى رسول) نه یم (بلكې له ما نه مخكې هم رسولان تېر شوي) او زه بېخي نه پوهېږم چې زما سره او تاسو سره به څه كولى شي، زه خو يواځې د هغه څه پیروي كوم چې ما ته وحي كولى شي او زه خو يواځې ښكاره وېروونكى یم |
قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِن كَانَ مِنْ عِندِ اللَّهِ وَكَفَرْتُم بِهِ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّن بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَىٰ مِثْلِهِ فَآمَنَ وَاسْتَكْبَرْتُمْ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (10) ته (دوى ته) ووايه: تاسو ما ته خبر راكړئ كه چېرې دا (قرآن) د الله له جانبه وي او تاسو په ده سره كافران شوي یئ او د بني اسرائیلو یو ګواه د دې په مثل سره ګواهي كړې ده، پس هغه ایمان راوړ او تاسو لويي وكړه، بېشكه الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي |
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا لَوْ كَانَ خَيْرًا مَّا سَبَقُونَا إِلَيْهِ ۚ وَإِذْ لَمْ يَهْتَدُوا بِهِ فَسَيَقُولُونَ هَٰذَا إِفْكٌ قَدِيمٌ (11) او كافران شویو كسانو د هغو كسانو په هكله وویل چې ایمان يې راوړى دى: كه چېرې دا (ایمان، قرآن) خیر (او غوره كار) وى، نو دوى به ده ته زمونږ نه مخكې شوي نه وو۔ او چونكه دغو (كافرانو) په دغه (قرآن) سره نېغه لاره ونه موندله، نو ځكه دوى به ضرور وايي: دا ډېر پخواني دروغ دي |
وَمِن قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَىٰ إِمَامًا وَرَحْمَةً ۚ وَهَٰذَا كِتَابٌ مُّصَدِّقٌ لِّسَانًا عَرَبِيًّا لِّيُنذِرَ الَّذِينَ ظَلَمُوا وَبُشْرَىٰ لِلْمُحْسِنِينَ (12) حال دا چې له ده نه مخكې د موسٰی كتاب و، چې لار ښوونكى او رحمت و او دا (قرآن) یو تصدیق كوونكى كتاب دى، په داسې حال كې چې په عربي ژبه دى، د دې لپاره چې هغه كسان ووېروي چې ظلم یې كړى دى او نېكي كوونكو لپاره زېرى دى |
إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (13) بېشكه هغه كسان چې وايي: زمونږ رب الله دى، بیا ټینګ ودرېږي، نو په دوى به نه څه وېره وي او نه به دوى غمګین كېږي |
أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ خَالِدِينَ فِيهَا جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (14) دغه كسان د جنت ملګري دي، چې په ده كې به تل ترتله وي، (دوى ته به) بدله وركولى شي د هغو (نېكو) عملونو په سبب چې دوى به كول |
وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا ۖ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا ۖ وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا ۚ حَتَّىٰ إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَىٰ وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي ۖ إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ (15) او مونږ انسان ته له خپل مور او پلار سره د نېكۍ كولو كلك حكم كړى دى۔، د ده مور دى د سختۍ په حالت كې (په خېټه كې) پورته كړى او دى يې د سختۍ په حالت كې زېږولى دى او د ده حمل او له تي نه د ده، پرېكولو (غوڅولو، د دواړو) موده دېرش میاشتې ده، تر هغه پورې چې كله دى خپل قوت ته ورسېده او څلوېښتو كالو ته ورسېده، ده وویل: اى زما ربه! ته ما ته (الهام او) توفیق راكړه چې زه ستا د هغه نعمت شكر ادا كړم چې تا په ما او زما په مور و پلار انعام كړى دى او دا چې زه داسې نېك عمل وكړم چې ته يې خوښوې او ته زما په اولاد كې صلاحیت (او نېكي) كېږده، بېشكه ما تا ته توبه كړې ده او بېشكه زه له مسلمانانو ځنې یم |
أُولَٰئِكَ الَّذِينَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَنَتَجَاوَزُ عَن سَيِّئَاتِهِمْ فِي أَصْحَابِ الْجَنَّةِ ۖ وَعْدَ الصِّدْقِ الَّذِي كَانُوا يُوعَدُونَ (16) دغه كسان دي چې مونږ له دوى نه د دوى په عملونو كې تر ټولو ښه قبلوو او د دوى له ګناهونو نه تېرېږو، په داسې حال كې چې د جنت په ملګرو كې به وي (الله كړې ده) هغه رښتینې وعده چې له دوى سره یې وعده كولى شوه |
وَالَّذِي قَالَ لِوَالِدَيْهِ أُفٍّ لَّكُمَا أَتَعِدَانِنِي أَنْ أُخْرَجَ وَقَدْ خَلَتِ الْقُرُونُ مِن قَبْلِي وَهُمَا يَسْتَغِيثَانِ اللَّهَ وَيْلَكَ آمِنْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَيَقُولُ مَا هَٰذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ (17) او هغه سړى چې خپل مور او پلار ته يې وویل: تاسو دواړو ته دې خرابي وي (زه له تاسو دواړو زړه تنګى یم) ایا تاسو ما ته دا وعده راكوئ چې زه به (ژوندى) راوېستلى كېږم، حال دا چې له ما نه مخكې ډېرې پېړۍ تېرې شوې دي او هغو دواړو الله ته فریاد كاوه (او ورته ویل يې:) تا لره هلاكت دى، ایمان راوړه! بېشكه د الله وعده حقه ده۔، نو دى (په جواب كې) وايي: دا نه دي مګر د ړومبنو خلقو باطلې قصې |
أُولَٰئِكَ الَّذِينَ حَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِم مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا خَاسِرِينَ (18) دغه هغه كسان دي چې په دوى باندې (د عذاب) خبره ثابته شوې ده، په هغو امتونو كې چې له دوى نه مخكې تېر شوي دي له پېریانو او انسانانو ځنې، بېشكه دوى تاوانیان وو |
وَلِكُلٍّ دَرَجَاتٌ مِّمَّا عَمِلُوا ۖ وَلِيُوَفِّيَهُمْ أَعْمَالَهُمْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ (19) او د هرې یوې (ډلې) لپاره د دوى د كړو عملونو په سبب (بېلې بېلې) مرتبې دي، او د دې لپاره چې دوى ته د دوى عملونه پوره وركړي، په داسې حال كې چې په دوى به ظلم ونه كړى شي |
وَيَوْمَ يُعْرَضُ الَّذِينَ كَفَرُوا عَلَى النَّارِ أَذْهَبْتُمْ طَيِّبَاتِكُمْ فِي حَيَاتِكُمُ الدُّنْيَا وَاسْتَمْتَعْتُم بِهَا فَالْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنتُمْ تَفْسُقُونَ (20) او هغه ورځ (یاده كړه) چې كافران شوي كسان به اور ته پېش كولى شي (او ورته به وویل شي:) تاسو خپل خوندونه (او نعمتونه) په خپل دنيايي ژوند كې ختم كړي دي او تاسو له هغو نه فايده اخيستې ده، نو نن ورځ به تاسو ته د ذلت د عذاب بدله دركولى شي، په سبب د دې چې تاسو به په ځمكه كې ناحقه تكبر كاوه او په سبب د دې چې تاسو به نافرماني كوله |
۞ وَاذْكُرْ أَخَا عَادٍ إِذْ أَنذَرَ قَوْمَهُ بِالْأَحْقَافِ وَقَدْ خَلَتِ النُّذُرُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ (21) او ته د عادیانو ورور (هود) یاد كړه، كله چې ده خپل قوم ووېرولو، چې په احقاف (رېګستان) كې وو، او یقینًا له ده نه مخكې او له ده نه وروسته (نور) وېروونكي (پېغمبران) تېر شوي دي (په دې خبرې سره) چې تاسو عبادت مه كوئ غیر له الله نه۔، بېشكه زه په تاسو د ډېرې لويې ورځې د عذاب وېره كوم |
قَالُوا أَجِئْتَنَا لِتَأْفِكَنَا عَنْ آلِهَتِنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ (22) دوى وویل: (اى هوده!) ایا ته مونږ ته د دې لپاره راغلى يې چې مونږ له خپلو معبودانو نه واړوې، پس ته پر مونږ هغه (عذاب) راوله چې ته يې مونږ ته وعده راكوې۔، كه ته له رښتینو ځنې يې |
قَالَ إِنَّمَا الْعِلْمُ عِندَ اللَّهِ وَأُبَلِّغُكُم مَّا أُرْسِلْتُ بِهِ وَلَٰكِنِّي أَرَاكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ (23) ده وویل: بېشكه همدا خبره ده چې (د عذاب د راتلو) علم خو له الله سره دى او زه تاسو ته هغه څه دررسوم چې په هغو سره زه رالېږل شوى یم او لېكن زه تاسو داسې قوم وینم چې له جهالت نه كار اخلئ |
فَلَمَّا رَأَوْهُ عَارِضًا مُّسْتَقْبِلَ أَوْدِيَتِهِمْ قَالُوا هَٰذَا عَارِضٌ مُّمْطِرُنَا ۚ بَلْ هُوَ مَا اسْتَعْجَلْتُم بِهِ ۖ رِيحٌ فِيهَا عَذَابٌ أَلِيمٌ (24) نو كله چې دوى هغه (عذاب) ولیده، چې د پلنې ورېځې په شكل كې د دوى میدانونو ته مخ كوونكى و، دوى وویل: دا پلنه ورېځ ده، پر مونږ باران وروونكې ده، (نو هود وویل) بلكې دا هغه (عذاب) دى چې تاسو د ده تلوار كاوه، باد دى چې په ده كې دردوونكى عذاب دى |
تُدَمِّرُ كُلَّ شَيْءٍ بِأَمْرِ رَبِّهَا فَأَصْبَحُوا لَا يُرَىٰ إِلَّا مَسَاكِنُهُمْ ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْقَوْمَ الْمُجْرِمِينَ (25) چې د خپل رب په حكم سره هر شى هلاكوي، نو دوى سبا ته داسې شول چې يواځې د دوى (خالي) كورونه لیدل كېدل، مونږ همداسې مجرم قوم ته بدله وركوو |
وَلَقَدْ مَكَّنَّاهُمْ فِيمَا إِن مَّكَّنَّاكُمْ فِيهِ وَجَعَلْنَا لَهُمْ سَمْعًا وَأَبْصَارًا وَأَفْئِدَةً فَمَا أَغْنَىٰ عَنْهُمْ سَمْعُهُمْ وَلَا أَبْصَارُهُمْ وَلَا أَفْئِدَتُهُم مِّن شَيْءٍ إِذْ كَانُوا يَجْحَدُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ (26) او یقینًا یقینًا مونږ هغوى ته په هغو څیزونو كې دومره قوت (او قدرت) وركړى و چې تاسو ته مو په هغو كې قدرت نه دى دركړى او د هغوى لپاره مونږ غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړي وو، نو له دوى نه د دوى غوږونو او نه د دوى سترګو او نه د دوى زړونو هېڅ شى (عذاب) دفع نه كړى شو، ځكه چې دوى د الله له ایتونو نه انكار كاوه او دوى هغه (عذاب) راګېر كړل چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې |
وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا مَا حَوْلَكُم مِّنَ الْقُرَىٰ وَصَرَّفْنَا الْآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ (27) او یقینًا یقینًا مونږ هغه كلي چې ستاسو چاپېره دي، هلاك كړل او مونږه ایتونه مكرر بیان كړي دي، د دې لپاره چې دوى (له كفر نه) راوګرځي |
فَلَوْلَا نَصَرَهُمُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ قُرْبَانًا آلِهَةً ۖ بَلْ ضَلُّوا عَنْهُمْ ۚ وَذَٰلِكَ إِفْكُهُمْ وَمَا كَانُوا يَفْتَرُونَ (28) نو د دوى مرسته هغو (معبودانو) ولې ونه كړه چې دغو (خلقو دوى) د تقرب لپاره له الله نه غیر معبودان ګرځولي وو، بلكې دغه (معبودان په دغه وخت كې) له دوى نه ورك شول او دغه د دوى غټ دروغ دي او هغه څه دي چې دوى به له ځانه جوړول |
وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِّنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنصِتُوا ۖ فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَىٰ قَوْمِهِم مُّنذِرِينَ (29) او هغه وخت (یاد كړه) چې مونږ تا ته د پېریانو یوه ډله راوګرځوله، چې قرآن به اوري، نو كله چې دوى ده (قرآن) ته حاضر شول، نو ويې ويل: چوپ شئ! نو كله چې (د قرآن تلاوت) تمام كړى شو (نو) دوى خپل قوم ته بېرته وګرځېدل، په داسې حال كې چې وېروونكي وو |
قَالُوا يَا قَوْمَنَا إِنَّا سَمِعْنَا كِتَابًا أُنزِلَ مِن بَعْدِ مُوسَىٰ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ وَإِلَىٰ طَرِيقٍ مُّسْتَقِيمٍ (30) دوى وویل: اى زمونږ قومه! بېشكه مونږ داسې كتاب واورېده چې له موسیٰ نه وروسته نازل كړى شوى دى، په داسې حال كې د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې وو۔، حق ته او نېغې (سمې) لارې ته ښوونه كوي |
يَا قَوْمَنَا أَجِيبُوا دَاعِيَ اللَّهِ وَآمِنُوا بِهِ يَغْفِرْ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُجِرْكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ (31) اى زمونږ قومه! تاسو د الله د بلونكي وینا قبوله كړئ او په ده ایمان راوړئ، چې هغه (الله) تاسو ته ستاسو ځینې ګناهونه وبخښي او تاسو له ډېر دردوونكي عذاب نه خلاص (او بچ) كړي |
وَمَن لَّا يُجِبْ دَاعِيَ اللَّهِ فَلَيْسَ بِمُعْجِزٍ فِي الْأَرْضِ وَلَيْسَ لَهُ مِن دُونِهِ أَوْلِيَاءُ ۚ أُولَٰئِكَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ (32) او څوك چې د الله د بلونكي خبره قبوله نه كړي، نو دغه كس په ځمكه كې (الله لره) عاجزه كوونكى نه دى او د ده لپاره له دغه (الله) نه غیر هېڅ كارسازي (او مددګاران) نشته او دغه كسان په ښكاره ګمراهۍ كې دي |
أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَمْ يَعْيَ بِخَلْقِهِنَّ بِقَادِرٍ عَلَىٰ أَن يُحْيِيَ الْمَوْتَىٰ ۚ بَلَىٰ إِنَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (33) او ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه هغه الله چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي او د دغو په پیدا كولو سره نه دى ستړى شوى، یقینًا په دې قادر دى چې مړي ژوندي كړي؟ ولې نه! بېشكه هغه په هر شي باندې ښه قادر دى |
وَيَوْمَ يُعْرَضُ الَّذِينَ كَفَرُوا عَلَى النَّارِ أَلَيْسَ هَٰذَا بِالْحَقِّ ۖ قَالُوا بَلَىٰ وَرَبِّنَا ۚ قَالَ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ (34) او هغه ورځ (یاده كړه) چې كافران شوي كسان به اور ته وړاندې كولى شي (او ورته وبه ویل شي:) ایا دا حق (اورښتیا) نه دى، دوى به ووايي: ولې نه! زمونږ دې په خپل رب قسم وي۔! الله به ووايي: نو تاسو عذاب وڅَكئ، په سبب د هغه كفر چې تاسو به كاوه |
فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُولُو الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ وَلَا تَسْتَعْجِل لَّهُمْ ۚ كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَ مَا يُوعَدُونَ لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا سَاعَةً مِّن نَّهَارٍ ۚ بَلَاغٌ ۚ فَهَلْ يُهْلَكُ إِلَّا الْقَوْمُ الْفَاسِقُونَ (35) نو (اى نبي!) ته صبر كوه، لكه چې د عزیمت والا رسولانو صبر كړى دى او د دوى په هكله (د عذاب) تلور مه كوه، ګویاكې دوى به هغه ورځ (كې) چې هغه (عذاب) وویني چې له دوى سره يې وعده كولى شوه، داسې وي چې دوى وخت نه دى تېر كړى مګر د ورځې یوه ګړۍ، (دا قرآن) پېغام دى، پس هلاك كولى نه شي مګر فاسقان خلق |