Quran with Pushto translation - Surah Muhammad ayat 4 - مُحمد - Page - Juz 26
﴿فَإِذَا لَقِيتُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ فَضَرۡبَ ٱلرِّقَابِ حَتَّىٰٓ إِذَآ أَثۡخَنتُمُوهُمۡ فَشُدُّواْ ٱلۡوَثَاقَ فَإِمَّا مَنَّۢا بَعۡدُ وَإِمَّا فِدَآءً حَتَّىٰ تَضَعَ ٱلۡحَرۡبُ أَوۡزَارَهَاۚ ذَٰلِكَۖ وَلَوۡ يَشَآءُ ٱللَّهُ لَٱنتَصَرَ مِنۡهُمۡ وَلَٰكِن لِّيَبۡلُوَاْ بَعۡضَكُم بِبَعۡضٖۗ وَٱلَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ فَلَن يُضِلَّ أَعۡمَٰلَهُمۡ ﴾
[مُحمد: 4]
﴿فإذا لقيتم الذين كفروا فضرب الرقاب حتى إذا أثخنتموهم فشدوا الوثاق فإما﴾ [مُحمد: 4]
Zakaria Abulsalam نو كله چې تاسو له كافران شویو خلقو سره (په جنګ كې) مخامخ شئ، نو (اول كار د دوى) د څټونو وهل دي، تر هغه پورې چې كله تاسو دوى ښه ډېر ووژنئ، نو بیا تړل ښه مضبوط كړئ (بیا رسۍ ښې مضبوطې وتړئ) بیا له دې نه بعد یا خو احسان كول دي (په دوى احسان وكړئ) او یا خو فدیه كول دي (د عوض په بدل كې يې ازاد كړئ) (له دوى سره جنګ كوئ) تر هغه پورې چې جنګ (والا) خپلې وسلې كېږدي، دغه (د الله حكم ) دى او كه الله غوښتلي وى (نو) له دوى نه به يې خامخا بدل اخيستى و او لېكن د دې لپاره (يې تاسو ته د جهاد حكم وكړ) چې ستاسو ځینې په ځینو نورو سره وازمايي، او هغه كسان چې د الله په لاره كې ووژل شي، نو هغه (الله) به د دوى عملونه له سره ضايع نه كړي |