Quran with Pushto translation - Surah Al-Ma’idah ayat 106 - المَائدة - Page - Juz 7
﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ شَهَٰدَةُ بَيۡنِكُمۡ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ ٱلۡمَوۡتُ حِينَ ٱلۡوَصِيَّةِ ٱثۡنَانِ ذَوَا عَدۡلٖ مِّنكُمۡ أَوۡ ءَاخَرَانِ مِنۡ غَيۡرِكُمۡ إِنۡ أَنتُمۡ ضَرَبۡتُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَأَصَٰبَتۡكُم مُّصِيبَةُ ٱلۡمَوۡتِۚ تَحۡبِسُونَهُمَا مِنۢ بَعۡدِ ٱلصَّلَوٰةِ فَيُقۡسِمَانِ بِٱللَّهِ إِنِ ٱرۡتَبۡتُمۡ لَا نَشۡتَرِي بِهِۦ ثَمَنٗا وَلَوۡ كَانَ ذَا قُرۡبَىٰ وَلَا نَكۡتُمُ شَهَٰدَةَ ٱللَّهِ إِنَّآ إِذٗا لَّمِنَ ٱلۡأٓثِمِينَ ﴾
[المَائدة: 106]
﴿ياأيها الذين آمنوا شهادة بينكم إذا حضر أحدكم الموت حين الوصية اثنان﴾ [المَائدة: 106]
Zakaria Abulsalam اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې په تاسو كې یو تن ته مرګ راشي، (نو) د وصیت په وخت كې ستاسو په مینځ كې له خپلو (مومنانو) څخه د دوه عادلو كسانو ګواه كول (لازم) دي، یا ستاسو له غیرو نه دوه نور كسان (ګواهان پكار دي) كه چېرې تاسو په ځمكه كې سفر كوئ، بیا تاسو ته د مرګ مصیبت ورسېږي، تاسو به دغه دواړه له لمانځه نه پس ایساروئ، نو هغه دواړه به پر الله قسم وخوري، كه تاسو شك وكړئ، (او هغه دواړه به وايي:) مونږ په دې (قسم) سره څه قیمت نه اخلو، اګر كه هغه خپلوان وي او مونږ د الله ګواهي نه پټوو، (كه مونږ قیمت واخيسته، یا مو ګواهي پټه كړه) بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا له ګناه كوونكو څخه یو |