Quran with Pushto translation - Surah Al-Ma’idah ayat 44 - المَائدة - Page - Juz 6
﴿إِنَّآ أَنزَلۡنَا ٱلتَّوۡرَىٰةَ فِيهَا هُدٗى وَنُورٞۚ يَحۡكُمُ بِهَا ٱلنَّبِيُّونَ ٱلَّذِينَ أَسۡلَمُواْ لِلَّذِينَ هَادُواْ وَٱلرَّبَّٰنِيُّونَ وَٱلۡأَحۡبَارُ بِمَا ٱسۡتُحۡفِظُواْ مِن كِتَٰبِ ٱللَّهِ وَكَانُواْ عَلَيۡهِ شُهَدَآءَۚ فَلَا تَخۡشَوُاْ ٱلنَّاسَ وَٱخۡشَوۡنِ وَلَا تَشۡتَرُواْ بِـَٔايَٰتِي ثَمَنٗا قَلِيلٗاۚ وَمَن لَّمۡ يَحۡكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡكَٰفِرُونَ ﴾
[المَائدة: 44]
﴿إنا أنـزلنا التوراة فيها هدى ونور يحكم بها النبيون الذين أسلموا للذين﴾ [المَائدة: 44]
Zakaria Abulsalam بېشكه مونږ تورات نازل كړى دى، چې په هغه كې هدایت او رڼا ده، په ده سره به نبیانو، چې حكم منونكي وو، د یهودیانو لپاره فیصلې كولې او الهي خلقو او عالمانو (به هم فیصلې كولې)، ځكه چې دوى د الله د كتاب ساتونكي ګرځول شوي وو او دوى په ده باندې ګواهان وو، نو تاسو له خلقو نه مه وېرېږئ او له ما نه وېرېږئ او زما د ایتونو په بدل كې لږ قیمت مه اخلئ او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق كافران دي |