Quran with Pushto translation - Surah Al-Ma’idah ayat 82 - المَائدة - Page - Juz 7
﴿۞ لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ ٱلنَّاسِ عَدَٰوَةٗ لِّلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱلۡيَهُودَ وَٱلَّذِينَ أَشۡرَكُواْۖ وَلَتَجِدَنَّ أَقۡرَبَهُم مَّوَدَّةٗ لِّلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱلَّذِينَ قَالُوٓاْ إِنَّا نَصَٰرَىٰۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّ مِنۡهُمۡ قِسِّيسِينَ وَرُهۡبَانٗا وَأَنَّهُمۡ لَا يَسۡتَكۡبِرُونَ ﴾
[المَائدة: 82]
﴿لتجدن أشد الناس عداوة للذين آمنوا اليهود والذين أشركوا ولتجدن أقربهم مودة﴾ [المَائدة: 82]
Zakaria Abulsalam بې له شكه يقينًا چې ته به له مومنانو سره په دښمنۍ كې تر ټولو خلقو زیات سخت، یهودیان مومې او هغه كسان چې مشركان دي او خامخا لازمًا به ته له مومنانو سره په دوستۍ كې تر ټولو خلقو زیات نژدې هغه كسان مومې چې ویلي دي: بېشكه مونږ نصرانیان یو، دا ځكه چې په دوى كې په رښتيا عبادت ګذاره عالمان او راهبان (زاهدان) دي او دا ځكه چې واقعاً دوى تكبر نه كوي |