Quran with Pushto translation - Surah Al-hadid ayat 13 - الحدِيد - Page - Juz 27
﴿يَوۡمَ يَقُولُ ٱلۡمُنَٰفِقُونَ وَٱلۡمُنَٰفِقَٰتُ لِلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱنظُرُونَا نَقۡتَبِسۡ مِن نُّورِكُمۡ قِيلَ ٱرۡجِعُواْ وَرَآءَكُمۡ فَٱلۡتَمِسُواْ نُورٗاۖ فَضُرِبَ بَيۡنَهُم بِسُورٖ لَّهُۥ بَابُۢ بَاطِنُهُۥ فِيهِ ٱلرَّحۡمَةُ وَظَٰهِرُهُۥ مِن قِبَلِهِ ٱلۡعَذَابُ ﴾
[الحدِيد: 13]
﴿يوم يقول المنافقون والمنافقات للذين آمنوا انظرونا نقتبس من نوركم قيل ارجعوا﴾ [الحدِيد: 13]
Zakaria Abulsalam (اى نبي! ته) هغه ورځ (یاده كړه) چې منافق سړي اومنافقې ښځې به ایمان داره كسانو ته وايي: مونږ ته وګورئ (انتظار وكړئ) چې ستاسو له رڼا نه رڼا واخلو (، نو) دوى ته به وویل شي چې خپلې شا ته وګرځئ، نو (هلته) رڼا ولټوئ، نو د دوى په مینځ كې به یو داسې دېوال وواهه شي چې د هغه به دروازه (هم) وي، د دغه (دېوال) دننه طرف، په هغه كې به رحمت وي او د دغه (دېوال) د باندې طرف، له دغه جانبه به عذاب وي |