Quran with Pushto translation - Surah Al-An‘am ayat 141 - الأنعَام - Page - Juz 8
﴿۞ وَهُوَ ٱلَّذِيٓ أَنشَأَ جَنَّٰتٖ مَّعۡرُوشَٰتٖ وَغَيۡرَ مَعۡرُوشَٰتٖ وَٱلنَّخۡلَ وَٱلزَّرۡعَ مُخۡتَلِفًا أُكُلُهُۥ وَٱلزَّيۡتُونَ وَٱلرُّمَّانَ مُتَشَٰبِهٗا وَغَيۡرَ مُتَشَٰبِهٖۚ كُلُواْ مِن ثَمَرِهِۦٓ إِذَآ أَثۡمَرَ وَءَاتُواْ حَقَّهُۥ يَوۡمَ حَصَادِهِۦۖ وَلَا تُسۡرِفُوٓاْۚ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ ٱلۡمُسۡرِفِينَ ﴾
[الأنعَام: 141]
﴿وهو الذي أنشأ جنات معروشات وغير معروشات والنخل والزرع مختلفا أكله والزيتون﴾ [الأنعَام: 141]
Zakaria Abulsalam او دى همغه ذات دى چې باغونه يې پیدا كړي دي، چې په څپرونو خېژول شوي دي او چې په څپرونو نه دي خېژول شوي او د كجورو ونې او فصل (يې پیدا كړي دي) چې د هغو مېوې مختلفې وي او زیتون او انار (يې پیدا كړي دي) چې(ځينې) په خپلو كې یو شان وي او ځينې غیر مُشابه هم وي، تاسو د هغو(ونو) له مېوو څخه خورئ! كله چې مېوه وكړي او د هغهٔ حق (عشر، زكات) د رېبلو په ورځ وركړئ، او تاسو اسراف مه كوئ، بېشكه الله اسراف كوونكي نه خوښوي |