Quran with Pushto translation - Surah Al-An‘am ayat 152 - الأنعَام - Page - Juz 8
﴿وَلَا تَقۡرَبُواْ مَالَ ٱلۡيَتِيمِ إِلَّا بِٱلَّتِي هِيَ أَحۡسَنُ حَتَّىٰ يَبۡلُغَ أَشُدَّهُۥۚ وَأَوۡفُواْ ٱلۡكَيۡلَ وَٱلۡمِيزَانَ بِٱلۡقِسۡطِۖ لَا نُكَلِّفُ نَفۡسًا إِلَّا وُسۡعَهَاۖ وَإِذَا قُلۡتُمۡ فَٱعۡدِلُواْ وَلَوۡ كَانَ ذَا قُرۡبَىٰۖ وَبِعَهۡدِ ٱللَّهِ أَوۡفُواْۚ ذَٰلِكُمۡ وَصَّىٰكُم بِهِۦ لَعَلَّكُمۡ تَذَكَّرُونَ ﴾
[الأنعَام: 152]
﴿ولا تقربوا مال اليتيم إلا بالتي هي أحسن حتى يبلغ أشده وأوفوا﴾ [الأنعَام: 152]
Zakaria Abulsalam او تاسو د یتیم مال ته نژدې (هم) مه ورځئ مګر په هغې طریقې سره چې تر ټولو ښه وي تر دې چې هغه (یتیم) خپل پوخ والي ته ورسېږي او تاسو پېمانه او تول په انصاف سره پوره وركوئ، مونږ هېڅ یو نفس د هغه له طاقت نه زیات نه مكلف كوو او كله چې تاسو خبره كوئ، نو عدل كوئ، اګر چې هغه د خپلولۍ والا وي او د الله عهد پوره كوئ، دا (حكم) دى چې الله تاسو ته د دې كلك حكم كړى دى، د دې لپاره چې تاسو نصیحت ومنئ |