Quran with Pushto translation - Surah Hud ayat 63 - هُود - Page - Juz 12
﴿قَالَ يَٰقَوۡمِ أَرَءَيۡتُمۡ إِن كُنتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٖ مِّن رَّبِّي وَءَاتَىٰنِي مِنۡهُ رَحۡمَةٗ فَمَن يَنصُرُنِي مِنَ ٱللَّهِ إِنۡ عَصَيۡتُهُۥۖ فَمَا تَزِيدُونَنِي غَيۡرَ تَخۡسِيرٖ ﴾
[هُود: 63]
﴿قال ياقوم أرأيتم إن كنت على بينة من ربي وآتاني منه رحمة﴾ [هُود: 63]
Zakaria Abulsalam هغه وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته خبر راكړئ! كه زه د خپل رب له جانبه په ښكاره دلیل باندې یم او هغهٔ له خپله جانبه ما ته رحمت (نبوت) راكړى وي، نو له الله نه به ما څوك خلاص كړي كه زه د هغه نافرماني وكړم، نو تاسو خو ما ته له نقصان نه غیر (بل څه) نه زیاتوئ |