Quran with Pushto translation - Surah Al-Kahf ayat 82 - الكَهف - Page - Juz 16
﴿وَأَمَّا ٱلۡجِدَارُ فَكَانَ لِغُلَٰمَيۡنِ يَتِيمَيۡنِ فِي ٱلۡمَدِينَةِ وَكَانَ تَحۡتَهُۥ كَنزٞ لَّهُمَا وَكَانَ أَبُوهُمَا صَٰلِحٗا فَأَرَادَ رَبُّكَ أَن يَبۡلُغَآ أَشُدَّهُمَا وَيَسۡتَخۡرِجَا كَنزَهُمَا رَحۡمَةٗ مِّن رَّبِّكَۚ وَمَا فَعَلۡتُهُۥ عَنۡ أَمۡرِيۚ ذَٰلِكَ تَأۡوِيلُ مَا لَمۡ تَسۡطِع عَّلَيۡهِ صَبۡرٗا ﴾
[الكَهف: 82]
﴿وأما الجدار فكان لغلامين يتيمين في المدينة وكان تحته كنـز لهما وكان﴾ [الكَهف: 82]
Zakaria Abulsalam او پاتې شو دېوال، نو هغه د دوه یتیمو هلكانو و، چې په ښار كې وو، او له هغه نه لاندې د هغو دواړو لپاره خزانه وه او د دغو دواړو پلار نېك (سړى) و، نو ستا رب اراده وكړه چې دوى دواړه خپلې ځوانۍ (او قوت) ته ورسي او (بیا) خپله خزانه راوباسي، ستا د رب د مهربانۍ په وجه او دغه (كار) ما (له خپله ځانه) په خپل حكم نه دى كړى، دغه حقیقت د هغه څه دى چې تا په هغو د صبر كولو طاقت ونشو كړى |