Quran with Pushto translation - Surah Al-Baqarah ayat 114 - البَقَرَة - Page - Juz 1
﴿وَمَنۡ أَظۡلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَٰجِدَ ٱللَّهِ أَن يُذۡكَرَ فِيهَا ٱسۡمُهُۥ وَسَعَىٰ فِي خَرَابِهَآۚ أُوْلَٰٓئِكَ مَا كَانَ لَهُمۡ أَن يَدۡخُلُوهَآ إِلَّا خَآئِفِينَۚ لَهُمۡ فِي ٱلدُّنۡيَا خِزۡيٞ وَلَهُمۡ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٞ ﴾
[البَقَرَة: 114]
﴿ومن أظلم ممن منع مساجد الله أن يذكر فيها اسمه وسعى في﴾ [البَقَرَة: 114]
Zakaria Abulsalam او له هغه كس نه بل زيات ظالم څوك دى چې د الله جوماتونه بندوي (له دې خبرې نه) چې په دغو (جوماتونو) كې د هغه (الله) نوم ياد كړى شي او د دغو (جوماتونو) په ورانولو كې كوشش كوي، دغه كسان چې دي، دوى ته دا حق نشته چې دې (جوماتونو) ته ننوځي مګر دا چې وېرېدونكي وي، د دوى لپاره په دنيا كې رسوايي ده او د دوى لپاره په اخرت كې ډېر لوى عذاب دى |