Quran with Pushto translation - Surah Al-Baqarah ayat 229 - البَقَرَة - Page - Juz 2
﴿ٱلطَّلَٰقُ مَرَّتَانِۖ فَإِمۡسَاكُۢ بِمَعۡرُوفٍ أَوۡ تَسۡرِيحُۢ بِإِحۡسَٰنٖۗ وَلَا يَحِلُّ لَكُمۡ أَن تَأۡخُذُواْ مِمَّآ ءَاتَيۡتُمُوهُنَّ شَيۡـًٔا إِلَّآ أَن يَخَافَآ أَلَّا يُقِيمَا حُدُودَ ٱللَّهِۖ فَإِنۡ خِفۡتُمۡ أَلَّا يُقِيمَا حُدُودَ ٱللَّهِ فَلَا جُنَاحَ عَلَيۡهِمَا فِيمَا ٱفۡتَدَتۡ بِهِۦۗ تِلۡكَ حُدُودُ ٱللَّهِ فَلَا تَعۡتَدُوهَاۚ وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ ٱللَّهِ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ ﴾
[البَقَرَة: 229]
﴿الطلاق مرتان فإمساك بمعروف أو تسريح بإحسان ولا يحل لكم أن تأخذوا﴾ [البَقَرَة: 229]
Zakaria Abulsalam طلاق دوه ځله دي، بیا په ښې طریقې سره (ښځې لره) ساتل دي، یا په ډېرې ښې طریقې سره رخصتول دي او (اى سړيو!) تاسو لپاره دا حلال نه دي چې له هغه (مال) نه چې تاسو دوى ته وركړى دى؛ څه لږ شى هم واخلئ، مګر دا چې دواړه له دې نه ووېرېږي چې دوى به د الله حدونه (حكمونه) قايم نه كړي، نو كه تاسو وېرېږئ چې دوى دواړه به د الله حكمونه پوره نه كړي، بیا نو په دې دواړو باندې هېڅ ګناه نشته په هغه (مال) كې چې هغه ښځه يې د جداوالي لپاره وركوي. دا د الله حدونه دي، نو له دغو نه مه تېرېږئ، او څوك چې د الله له حدونو نه تېر شي، نو همدغه كسان ظالمان دي |