Quran with Pushto translation - Surah Al-Baqarah ayat 25 - البَقَرَة - Page - Juz 1
﴿وَبَشِّرِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ أَنَّ لَهُمۡ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُۖ كُلَّمَا رُزِقُواْ مِنۡهَا مِن ثَمَرَةٖ رِّزۡقٗا قَالُواْ هَٰذَا ٱلَّذِي رُزِقۡنَا مِن قَبۡلُۖ وَأُتُواْ بِهِۦ مُتَشَٰبِهٗاۖ وَلَهُمۡ فِيهَآ أَزۡوَٰجٞ مُّطَهَّرَةٞۖ وَهُمۡ فِيهَا خَٰلِدُونَ ﴾
[البَقَرَة: 25]
﴿وبشر الذين آمنوا وعملوا الصالحات أن لهم جنات تجري من تحتها الأنهار﴾ [البَقَرَة: 25]
Zakaria Abulsalam او زېرى وركړه هغو كسانو ته چې ايمان يې راوړى دى او نېك عمل يې كړى دى، چې يقينًا د دوى لپاره (داسې) جنتونه دي چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، هر ځلې چې دوى ته له هغو (جنتونو) نه څه مېوه د خوراك لپاره وركړى شي، نو دوى به وايي: دا خو هماغه ده چې مونږ ته مخكې راكړى شوې وه، او دوى ته به هغه يو له بله مُشابه (يو شانته) وركول كېږي، او د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې ډېرې پاكې بيبيانې (ښځې) دي، او دوى به په دغو كې همېشه وي |