Quran with Pushto translation - Surah Al-Qasas ayat 15 - القَصَص - Page - Juz 20
﴿وَدَخَلَ ٱلۡمَدِينَةَ عَلَىٰ حِينِ غَفۡلَةٖ مِّنۡ أَهۡلِهَا فَوَجَدَ فِيهَا رَجُلَيۡنِ يَقۡتَتِلَانِ هَٰذَا مِن شِيعَتِهِۦ وَهَٰذَا مِنۡ عَدُوِّهِۦۖ فَٱسۡتَغَٰثَهُ ٱلَّذِي مِن شِيعَتِهِۦ عَلَى ٱلَّذِي مِنۡ عَدُوِّهِۦ فَوَكَزَهُۥ مُوسَىٰ فَقَضَىٰ عَلَيۡهِۖ قَالَ هَٰذَا مِنۡ عَمَلِ ٱلشَّيۡطَٰنِۖ إِنَّهُۥ عَدُوّٞ مُّضِلّٞ مُّبِينٞ ﴾
[القَصَص: 15]
﴿ودخل المدينة على حين غفلة من أهلها فوجد فيها رجلين يقتتلان هذا﴾ [القَصَص: 15]
Zakaria Abulsalam او هغه (دې) ښار ته د هغه (ښار) د اوسېدونكو د غفلت (خوب) په وخت كې داخل شو، نو ده په هغه كې دوه سړي وموندل چې له یو بل سره په جنګ وو، دا یو د ده له ډلې (بنی اسرائیلو) نه و او دا بل د ده له دښمنانو ځنې و نو، هغه كس چې د ده له ډلې څخه و، له ده نه يې مرسته وغوښته، د هغه كس په خلاف چې د ده له دښمنانو څخه و، نو موسٰى هغه په سوك وواهه، نو هغه يې قتل كړ، ده وویل: دا د شیطان له كاره څخه دى، بېشكه هغه ښكاره ګمراه كوونكى دښمن دى |