Quran with Pushto translation - Surah Al-‘Ankabut ayat 40 - العَنكبُوت - Page - Juz 20
﴿فَكُلًّا أَخَذۡنَا بِذَنۢبِهِۦۖ فَمِنۡهُم مَّنۡ أَرۡسَلۡنَا عَلَيۡهِ حَاصِبٗا وَمِنۡهُم مَّنۡ أَخَذَتۡهُ ٱلصَّيۡحَةُ وَمِنۡهُم مَّنۡ خَسَفۡنَا بِهِ ٱلۡأَرۡضَ وَمِنۡهُم مَّنۡ أَغۡرَقۡنَاۚ وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيَظۡلِمَهُمۡ وَلَٰكِن كَانُوٓاْ أَنفُسَهُمۡ يَظۡلِمُونَ ﴾
[العَنكبُوت: 40]
﴿فكلا أخذنا بذنبه فمنهم من أرسلنا عليه حاصبا ومنهم من أخذته الصيحة﴾ [العَنكبُوت: 40]
Zakaria Abulsalam نو (په دوى كې) هر یو مونږ په خپلې ګناه سره ونیوه، نو په دوى كې ځینې هغه دي چې مونږ پرې كاڼي وېشتونكى باد راخوشې كړ او ځینې په دوى كې هغه دي چې دوى سختې چغې ونیول او ځینې په دوى كې هغه دي چې مونږ هغوى په ځمكه كې ننه اېستل او ځینې په دوى كې هغه دي چې مونږ (په اوبو كې) غرق كړل او الله له سره داسې نه و چې په دوى يې ظلم كړى وى او لېكن دوى په خپلو ځانونو (پخپله) ظلم كاوه |