Quran with Pushto translation - Surah al-‘Imran ayat 112 - آل عِمران - Page - Juz 4
﴿ضُرِبَتۡ عَلَيۡهِمُ ٱلذِّلَّةُ أَيۡنَ مَا ثُقِفُوٓاْ إِلَّا بِحَبۡلٖ مِّنَ ٱللَّهِ وَحَبۡلٖ مِّنَ ٱلنَّاسِ وَبَآءُو بِغَضَبٖ مِّنَ ٱللَّهِ وَضُرِبَتۡ عَلَيۡهِمُ ٱلۡمَسۡكَنَةُۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ كَانُواْ يَكۡفُرُونَ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ وَيَقۡتُلُونَ ٱلۡأَنۢبِيَآءَ بِغَيۡرِ حَقّٖۚ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَواْ وَّكَانُواْ يَعۡتَدُونَ ﴾
[آل عِمران: 112]
﴿ضربت عليهم الذلة أين ما ثقفوا إلا بحبل من الله وحبل من﴾ [آل عِمران: 112]
Zakaria Abulsalam په دوى باندې ذلت مسلط كړى شوى دى، هر ځای چې دوى وموندل شي، مګر (دا چې دوى منګولې ولګوي) د الله پر رسۍ او د خلقو پر رسۍ او دوى راستانه شول په هغه غضب سره چې د الله له طرفه و، او په دوى باندې محتاجي مسلط كړى شوه، دا په دې چې یقینًا دوى د الله له ایتونو نه انكار كاوه او نبیان يې ناحقه وژل، دا په دې وجه چې دوى نافرماني كوله او دوى زیاتى كاوه |