Quran with Pushto translation - Surah al-‘Imran ayat 153 - آل عِمران - Page - Juz 4
﴿۞ إِذۡ تُصۡعِدُونَ وَلَا تَلۡوُۥنَ عَلَىٰٓ أَحَدٖ وَٱلرَّسُولُ يَدۡعُوكُمۡ فِيٓ أُخۡرَىٰكُمۡ فَأَثَٰبَكُمۡ غَمَّۢا بِغَمّٖ لِّكَيۡلَا تَحۡزَنُواْ عَلَىٰ مَا فَاتَكُمۡ وَلَا مَآ أَصَٰبَكُمۡۗ وَٱللَّهُ خَبِيرُۢ بِمَا تَعۡمَلُونَ ﴾
[آل عِمران: 153]
﴿إذ تصعدون ولا تلوون على أحد والرسول يدعوكم في أخراكم فأثابكم غما﴾ [آل عِمران: 153]
Zakaria Abulsalam كله چې تاسو په بره په منډه روان وئ او تاسو هیچا ته مخ هم نه را اړولو او رسول ستاسو شا ته تاسو ته اوازونه كول، نو (د دې) په بدل كې يې تاسو ته غم له پاسه غم دركړ، د دې لپاره چې تاسو غمژن نشئ په هغه شي چې له تاسو نه پاتې شو او نه په هغه شي چې تاسو ته درورسېده، او الله ستاسو په عملونو ښه خبردار دى |